ولسمشر محمداشرف غني د سولې لویې مشورتي جرګې په پایغونډه کې وویل چې د جرګې د غړیو مشورې ته د درناوي او له طالبانو سره د سولې ښه نیت په موخه به په روژې میاشت کې د طالبانو ۱۷۵ بندیان خوشې کړي.
ولسمشر طالبانو ته په خطاب وویل، راځئ چې د روژې په مبارکه میاشت کې خلکو ته د جګړې، وینې تویولو او غم پر ځای، خوښي او سوله ډالۍ کړو.
محمداشرف غني له طالبانو وغوښتل چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي، د سولې له پروسې سره یوځای او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.
ولسمشر زیاته کړه، سوله د په شاه تګ او تیتولو په معنا نه ده او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوه غره په څېر درېدلي او ښې لاستهراوړنې یې لرلې دي.
د ولسمشر غني په وینا، د سولې معنا له هېواده د نړیوالو همکارانو وتل نه، بلکې په افغانستان کې پر اقتصادي او پرمختیايي حضور، د هغوی د نظامي هغه بدلول دي.
محمداشرف غني زیاتوي، حکومت له سولې وروسته هڅه کوي چې افغانستان د جنوبي اسیا د انرژۍ پر دهلېز بدل کړي او د سولې مشورتي جرګې پرېکړهلیک د ګړندیو او رڼو اقداماتو لار هواره کړې ده.
اړوند مطالب:
د سولې مشورتي لویه جرګه، له سیاسي څېرو پرته پرانېستل شوه
د سولې مشورتي جرګه ښایي یوه ورځ نوره هم اوږده شي
ولسمشر وايي، د سولې ستره لاستهراوړنه په هېواد کې د میلیارډونو پیسو بهرنۍ او کورنۍ پانګونه ده چې له مخې به یې د کار اسانتیاوې برابرې او افغانان به نور کډوالۍ ته نه اړ کېږي.
ولسمشر غني پاکستان ته په خطاب کې وویل، په افغان سوله کې د پاکستان ګټه دومره ډېره ده چې کولای شي د یاد هېواد اقتصاد بدل کړي.
نوموړی وايي، افغانستان او پاکستان کولای شي چې ګواښونه د سولې پر فرصتونو بدل کړي او د نورو هېوادونو په څېر خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
ولسمشر محمداشرف غني د افغان سولې په برخه کې د امریکا له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له امریکا سره د افغانستان اړیکه اوږدمهالې ده.
ولسمشر وویل، تیار دی چې د سولې لویې مشورتي جرګې د غړیو مشروع وړاندیز او غوښتنه چې اوربند دی ومني، خو دا اوربند یواړخیز نهدی. د ولسمشر غني په وینا، که طالبان اوربند ته حاضر وي، حکومت چمتو دی چې له هغوی سره د اوربند پر تخنیکي مسایلو کار وکړي.