ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د خپلو تېرو خبرو په دوام یو وار بیا پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې حکومت لهدې ډلې سره هر ډول اوربند ته چمتو دی.
هغه وویل، د طالبانو سره د سولې او مذاکراتو په خبرو اترو کې هېچا او ډلې ته د منفي نظر حق نهوکوي او هرځای له یادې ډلې سره خبرو ته چمتو دی، ځکه چې د جنګ خاتمه د ده له مهمو دندو یوه ده.
نوموړي د سولې په خبرو اترو کې د ولسونو رول هم اغېزناک ګڼي.
ښاغلي غني له ملي پوځ لهدې امله مننه وکړه چې د داعشیانو په ځپلو کې یې له حده ډېر زیارګاللی؛ خو ننګرهار کې یې د پولیسو کړنې ناکامې وبللې.
هغه د ننګرهار د ملي امنیت رییس او امنیه قوماندان ته په خطاب سره ګوتڅنډنه وکړه، که د پولیسو په لیکو کې یې اصلاح او سمی راونهوست؛ درې میاشتې وروسته به یې له دندو لېرې کړي.
ولسمشر ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې د غصب شویو ځمکو په اړه یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي چې غصب شوې ځمکې ازادې او پر غاصبینو قانون پلی شي.
هغه د ننګرهار والي ته امر وکړ چې د خپلو رییسانو او امرانو په اړه بیا کتنه وکړي او که څوک وړ نه و؛ له دندې به یې لېرې کړي.
ښاغلي غني دغه راز وویل، هغه انتخابات ورته د منلو نهدي چې معاملهګري پهکې شويوي او هر هغه چارواکی به له دندې لېرې کړي چې ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
غونډې ته د ننګرهار والي حیاتالله حیات هم دغه ولایت کې له مافیايي کړیو او زورواکیو سر وټکولو او ژمنه یې وکړه چې د ځمکو د غصب مخه به ونیسي.
که څه هم ننګرهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني لهدې دویم ځلي سفره د خلکو تمې ډېرې وې؛ خو د هغه خبرې ټولې په ژمنو ورټولې وې.
دې غونډې ته د ولسونو په استازۍ ګڼو قومي مشرانو خبرې وکړې چې نږدې ټولې یې د امنیت په راوستلو، قانون او پروژو پلي کولو، د زورواکیو او غاصبینو نیولو او د یوه ښه او سالم نظام پر رامنځته کولو څرخېدې.
د ننګرهار قومي مشر نوراغا ملکزي او مدني فعال نوراغا ځواک بیا د ولسي جرګې د غړیو، امیرخان یار او د حاجي حضرت علي له لوري د غصب شویو ځمکو یادونه وکړه.
دوی زیاته کړه چې په اوسني وضعیت کې یې مال او سر نهدی خوندي او د قانون پلي کول خو بېخي لېرې خبره ده.
ولسمشر محمداشرف غني همدا شان د کابل جلالاباد ، جلالاباد تورخم دویمو سړکونو د ژر ختمېدا ترڅنګ دولتي اداره کې د اصلاحاتو، د لویو او کوچنیو پروژو د پلي کولو او عدالت د تامین برخه کې کړې ژمنې یو ځل بیا تازه کړې.
د ولسمشر غني دا سفر داسې مهال کېږي چې نن ماسښپين ۳ بجې د جلالباد ښار په ملنګجان واټ کې یو ځانمرګي ۱۹ تنه ووژل او له ۲۰ ډېر يې ټپيان کړل. په ژول شویو کې ۱۰ تنه ننګرهار مېشتي اهلهنود هم شامل دي.