وسله‌والو پکتیکا کې دوه ښوونځي په بمونو الوځولي او یو یې په راکېټ ویشتی

تېره شپه ناوخته د پکتیکا مرکز ښرنه کې د دولت مخالفانو دوې لېسې په بمونو الوځولي او یوه یې په راکټ وېشې ده.

د پکتیکا د پوهنې رییس مهراب‌الدین شفق سلام وطندار ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې مرکز ښرنې کې د حضرت بلال، سید جلال بخاري او خواجه‌خېلو لېسو باندې بریدونه شوي او لېسې زیانمنې کړې‌دي.

ده زیاته کړه، په‌ ویجاړو شویو لېسو کې لومړی ملازمان تړل شوي او بیا لېسې سهار ۴بجې په بمونو الوځول شوې‌دي او په بلې لېسې راکټونه غورځول شوې‌دي.

نوموړي وویل چې د دې لېسې دروازې او کړکۍ په بشپړ ډول له منځه تللي او شاوخوا دېوالونه یې هم زیانمن شوي؛ خو په وینا یې ځاني زیان نه‌لري.

د سیدجلال بخاري په لېسه کې څه موده وړاندې هم د دولت د مخالفانو له لوري یو ځای‌پر‌ځای شوي ماین ته چاودنه ورکړل شوې‌وه؛ خو زیان یې نه لرلو.

تر اوسه کومې مخالفې ډلې د دغو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام