وروستیو سیلابونو ډیرو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې وروستیو سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زیاتو خلکو ته د سر او مال زیانونه رسېدلي دي.

د یادې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس سلام وطندار ته وویل، چې د دغو سېلابونو له امله د کره مرګ ژوبلې شمېره نه لري، خو دوی د دغې شمېرې د پېدا کولو له پاره يو پرسونل ټاکلی، چې په ټولو ولايتونو کې سروې کوي.

ده دا نه دي رد کړي، چې د دغو سیلابونو له امله به ځايي اوسېدونکو ته د سر زیان نه وي اوښتی.

په همدې اړه د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ادارې رییس محمد نصیر کهزاد سلام وطندار ته وویل، چې د وروستیو سیلابونو له امله، د بغلان په پلخمري، دهنه غوري، نهرین او دوشي ولسوالیو کې لسګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

کهزاد زیاتوي، چې دغو سیلابونو لسګونه څاروي، وړي، خو د سرزیان لامعلوم نه دی.

بل خوا د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر همایون سلام وطندار ته ویلي، چې د دغه ولایت مرکز پل علم، محمداغې، خوښي او برهکي برک  ولسوالیو کې سیلابونو ۱۷۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې وړې دي.

دغه راز، د لوګر او بغلان یو شمېر سیلاب‌ځپلو له حکومته غواړي، چې په دغه برخه کې له دوی سره مرستې وکړي.

د لوګر ولایت یو تن بزګر عبدالرحیم وايي، چې د بارانونو له امله په سیندونو کې اوبه زیاتې شوي او شاوخوا ځمکې او کورونه يې وړي دي.

په همدې اړه د غور ولایت د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس حمیدالله دادفر سلام وطندار ته وویل، یو مسافر وړونکي موټر، چې ۱۲ کسان په کې سپاره و په داسې حال کې اوبو ډوب کړی، چې د سیلاب څخه تېریده.

دغه راز، د هرات ولایت د طبیعي پېښو پرضد مبارزې مسولین وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

بل خوا د بلخ ولایت د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس رحمت الله زاهد وايي، چې وروستیو سیلابونو ددې ولایت په شولګرې ولسوالۍ او مزارشریف ښار کې ۳ کسان سیلابونو وژلي دي، چې لا یې هم هویت پېژندل شوی نه دی.

زاهد زیاتوي، چې سیلابونو په مزارشریف ښار کې ۷۰ کورونه ویجاړ کړي او یو شمېر نور د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام