د هلمند والي میرزا خان رحیمي نن په یوه غونډه کې وویل، چې د هلمند په شمالي او جنوبي ولسوالیو کې امینتي حالت ښه شوی او په ورستیو عملیاتو کې وسله وال مخالفین سخت کمزوري شوي دي.
د رحیمي پر وینا، د روانو چاڼیزو عملیاتو پر مهال د دولت وسلوالو مخالفینو سره قطعه؛ د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې له منځه تللې او ګڼ شمېر قومندانان يي وژل شوي دي.
ده د خپلو خبرو پر مهال دا وویل، چې کابل ته د سفر پر وخت يي له ولسمشر محمد اشرف غني سره د هلمند د امنیتي او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي او ډېر ژر به په دغه ولایت کې یو مثبت تغیر راشي.
د هلمند والي میرزا خان رحیمي وایي، وسله وال مخالفین یواځې تبلیغاتي جګړه کوي او غواړي په دې توګه خلک اندېښمن کړي، خو په خبره یې د دې ولایت خلک د مخالفینو پر تبلغاتو نه تېروځي.
ده پر مدني ټولنو، قومي مشرانو او دیني عالمانو غږ وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله والو مخالفینو شوم تبلیغات شنډ کړي، چې ولسونه له هر ډول اندېښنو څخه وژغورل شي.
د میرزاخان رحیمي په داسې حال کې په هلمند کې د یو مثبت تغیر خبره کوي، چې ویل کېږي، طالبان په شمالي ولسوالیو د خپلو بریدونو د ډېرېدلو په هکله د ولسوالیو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له سیمې کډه وکړي، خو امنیتي ځواکونه د طالبانو دا ډول کارونه یواځې تبیلغات ګڼي.
تر اوسه طالبانو د دغو عملیاتو به اړه څخه نه دي ویلي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د دولت له لوري د وسله والو د ځپلو له پاره د ذالفقار په نامه عملیات شوي وو، چې امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درانه زیانونه اړولي وو.
ذالفقار عملیات نه یواځې په سنګین کې، بلکې په ټولو ولسوالیو کې شوي وو.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې د سنګین ولسوالۍ د ذالفقار په عملیاتو کې څه باندې ۴۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۹۳ تنه امنیتي ځواکونه او ۷ ملکي وګړي وژل شوي وو .