د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۸۹۳ شکمنې پېښې کتلي چې له کبله یې د ۳۴۶ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي چې د یادو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۷ زره ۸۷۸ ته ورسېده.
د نوموړي په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا نه د ۳۰۲ کسانو په رغېدو سره له دغه ویروس د ټولو رغېدلیو کسانو شمېر ۷ زره ۹۶۲ ته رسېږي.
دغه راز د دوو نورو کسانو په مړه کېدو سره د دغه ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۴۸ ته رسېدلی دی.
جامي وايي چې د ۳۴۶ کسانو له ډلې ۲۳۱ یې په کابل، ۲۵ په کندهار، ۲۵ په پکتیا، ۱۹ په بامیان، ۱۳ په نیمروز، ۹ په هلمند، ۶ په کندوز، ۶ په روزګان، ۵ په تخار، ۴ په زابل، ۲ په نورستان او یو کس هم په ننګرهار کې پر کورونا اخته شوی دی.
تر اوسه په نړۍ کې له ۸ میلیونه او ۵۷۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۴۵۶ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۴ میلیونه او ۵۳۰ نه ډېر بېرته رغېدلي دي.