د افغانستان او هند ترمنځ لس هوکړه لیکونه د ۲۵میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.
د حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، دا بلا عوضه مرستې دي، چې مخکې تصویب شوې وې.
په دې غونډه کې په کابل کې د هند هېواد سفیر من پریت هورا، د حکومت اجرایوي رییس او کابینې ځېنو وزیرانو ګډون کړی وو.
عبدالله زیاته کړه، چې په دې مرستو کې ۸۷ انکشافي پروژې شاملي دي، چې له خلکو، ولایتي شوراګانو او مدني ټولنو سره له خبرو اترو وروسته به د اړتیا له مخې په ولایتونو کې عملي شي.
د هند سفیر په کابل کې وویل، که دغه پروژې په ټاکلي وخت کې پلي شي، له افغانستان سره به نورې مرستې هم وکړي.
نوموړي ټینګار وکړي، چې هند د افغانستان د لرغوني دوست په توګه په افغانستان کې د پایښت لرونکې ودې پلوی دی او په دې موخه به په بېلابېلو برخو خپلې مرستې زیاتې کړي.
تر اوسه پورې د هند هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له ۲میلیاردو ډالرو زیاته مرسته کړې ده، په دې وروستیو کې د دې هېواد په مالي مرسته په هرات ولایت کې د سلمابند هم جوړ شو، چې د افغان ـ هند د ملګرتیا نوم ورکړل شو.