د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ چارواکو ترمینځ نن( پنجشنبه) په هندوستان کې یو هوکړه لیک لاسلیک شوه، چې له مخې به یې هندوستان له دې وروسته په رسمي توګه دافغانستان کرکټ پرمختګ کې رول ولوبوي.
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دواړو هیوادنو د کرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو ترمینځ په رسمي هوکره لیک (ایم او یو) باندې د هندي رسنیو پر وړاندې لاسلیک وکړ.
خبرپاڼه لیکي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزه همکاریو رسمي تړون دافغانستان کرکټ بورډ داجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي او دغه راز دهندوستان کرکټ بورډ د سکرترجنرال انوراګ ټاکر ، د(ای پی ایل) سیالیو مشر راجیف شکلا او دغه راز د نویدا کرکټ لوبغالي د چارواکو په شتون کې لاسلیک شو.
همدارنګه د شوي تړون له مخې هندوستان د (نویډا) کرکټ لوبغالی هم دافغانستان کرکټ بورډ په واک کې ورکړ ، چې له دې وروسته به د عربي اماراتو د (شارجه) لوبغالي پر ځای د خپل کوربتوب ټولې نړیوالې سیالۍ او تمرینات په دې لوبغالي کې ترسره کړي.
ویل کیږي چې د کرکټ نړیوالی شورا لخوا اوسمهال (نویډا) لوبغالی نړیوالو سیالیو ته چمتو نه دی شمېرل شوی او باید چې له یو شمیر پرمختیایي کارونو څخه تیر شي.
په همدې موخه افغان کرکټ بورډ دعربي اماراتو د ویزې نه برابریدو په صورت کی له هندوستان کرکټ بورډ څخه غوښتي ، چې ورته د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د کوربتوب په موخه یو بل نړیوال کرکټ لوبغالی د لنډې مودې له پاره په واک کې ورکړي.
د کرکټ بورډ دخبرپاڼې له مخې چې د هندوستان کرکټ بورډ سکرتر جنرال له شفیق ستانکزي سره ژمنه وکړه، چې په هندوستان کې به د سچن ټنډولکر ، راهول ډراویډ او لکشمن په څیر مشهوره هندي لوبغاړي د افغان لوبغاړو په روزنه کې هم مرستې وکړي.
دغه راز انوراګ ټاکر ژمنه وکړه، چې له افغان کرکټ بورډ سره به د (ټیسټ) بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو په موخه خپلې هڅې جاري وساتي.
د افغان کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چی د نویډا کرکټ لوبغالی په ۲۰۱۴ م کال جوړ شوی دی، چې د ۴۰ زرو نندارچیانو د ناستې ځای لري.