هلمند کې یو پولیس خپل ۱۲ سنګروال وژلي

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د یوې پوستې ۱۲ پولیس تېره شپه په مرموز ډول وژل شوي دي. 

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار سره په خبرو کې د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل، معلومه نه ده، چې د دې پوستې سرتېري څه ډول وژل شوي دي.

دی وايي، چې تېره شپه د "سره ګودر" سیمه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ هېڅ جګړه نه شوې؛ خو سرتېري وژل شوي دي.

هلمند کې د ۵۰۵ بست زون د جنایي څېړنو رییس سمونمل توریالی روهي وایي، دغې امنیتي پوستې چې سرتېري په کې وژل شوي د څارنې بورجونه او د ارتباط خندق هم درلود؛ پر وینا یې وسله والو طالبانو د شپنیو عملیاتو له دوربین لرونکو سنایپرو په وسیله ټول سرتېري وژلي دي.

توریالي روهي وویل، له څېړنو وروسته به د پېښې څرنګوالی معلوم شي.

خو د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د "سره ګودر" امنیتي پوستې دوو پولیسو له طالبانو سره اړیکه جوړې کړې وې او خپل ۱۲ ملګرې یې وژلي او تښتېدلي دي. 

دغه راز قاري یوسف احمدي، چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي وايي، د "سره ګودر" پوستې د دوی ملګرو نیولې او ۱۲ سرتېري یې په کې وژلي دي.

قاري یوسف احمدي ادعا کوي، چې ۷ میله وسلې او یو نظامي موټر یې هم له ځانه سره وړي دي.

لومړني معلومات

د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې تېره شپه ناوخته یو پولیس سرتېري خپل ۱۲ سنګروال په ګولیو ویشتلي او وژلي دي.

د والي ویاند عمر ځواک سلام و طندار ته وویل، پېښه د لښکرګاه دویمې امنیتي حوزې اړوند په "سره ګودر" سیمه کې رامنځته شوې ده.

دی وايي، چې قاتل تښتېدلی او له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

ځواک وویل، د پېښې انګېزه معلومه نه ده؛ پولیسو پلټنې پيل کړي دي.

په داسې حال کې یو پولیس سرتېری خپل سنګروال وژني، چې د کورنیو چارو وزارت ۶ میاشتې کېږي د پولیسو په لیکو کې د سمون په پروګرام کار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام