نن ماسپښین ۲ بجې د لښکرګاه ښار د نوي کابل بانک مخې ته د ملي اردو پر سرتېرو باندې یو موټربم چاودنې د ملي اردو د سرتېرو ترڅنګ ملکي وګړیو ته زیان اړولی دی.
بل لوري ته د ایمرجنسي روغتون یو ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، وویل، چې تر اوسه دوی ته ۲۰ تنه ټپیان ور وړل شوي دي. ده زیاته کړه، چې هغه په ټپیانو کې ښځې، ماشومان، ملکي وګړي او د ملي اردو سرتېرې شامل دي.
دملی امنیت یوې پټې سرچینې د نوم له اخیستلو نه په ډډه کولو سره وویل، چې په دې موټر بم چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي، چې ۴ ملکي وګړي او ۴ د ملي اردو سرتېرې دي.
د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر څارمن عبدالقیوم بارک رسنیو ته د پېښې پخلی وکړ ترڅنګ وویل، چې د ماشومانو، ښځو او ملکیانو ترڅنګ په کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو د وژل شویو او ټپیانو د کره شمېرې په اړه یې معلومات ورنه کړل.
په ورته وخت کې یو عیني شاهد هم وايي، چې په دې موټر بم چاودنه کې د ملي اردو د سرتېرو تر څنګ ملکیانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.
سمیع الحق چې بانک ته د پیسو د اخیستلو لهپاره راغلی و؛ سلاموطندار ته وویل، چې په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د پېښې د مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.
دا په لښکرګاه ښار کې په تېرو دوو کلونو کې دویم برید دی، چې د کابل بانک مخې ته کېږي او د ګڼو ملکیانو ترڅنګ افغان ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړوي.