هلمند ته د څلورو کلونو له‌پاره کتابونه وړل شوي

د افغانستان هلمند ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې دوی ته د پوهنې وزارت له‌خوا له تېرو اوو کلونو راهیسې کتابونه نه وو لېږل شوي، خو اوس ورته د څلورو کلونو له‌پاره کتابونه ور رسېدلي او له ویش وروسته به يې زده‌کوونکې له ستونزو وژغوري.

د هلمند پوهنې رییس قدرت‌الله یعقوبي نن رسنیو ته وویل، چې له تیرو اوو کلونو راهیسې د هلمند زده‌کوونکو ته د لوست کتابونه، پوره نه و ورکړل شوي، خو له دې وروسته به زده‌کوونکي اړ نه‌وي چې له بازاره کتابونه د ښوونځي کتابونه واخلي.

یعقوبي زیاتوي، چې د پوهنې وزارت  له تیرو اوو کلونو راهیسې هغوی ته له ۷ تر۱۲ ټولګیو پورې له لسو مضمونونو ۵ کتابونه ورکول کیدل او پاتې نور یې نه دي اخیستي.

د هلمند زده کوونکي هم وایي، چې له دې وړاندې یې په ښوونځیو کې بیخي لږ کتابونه وو او ډیر دوی به بازار کې رانیول.   

بشیراحمد او عبدالقدیر چې د درېیم ټولګي زده‌کوونکي دي، وایي پخوا به لږ کتابونه ورکول کیدل هغه هم بیخي زاړه، چې دوی ترې په سمه توګه ګټه نه شوای اخیستی.      

هلمند ته داسې مهال  د شوونځیو کتابونه لیږدول شوي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا۲۱۷ زره زده‌کوونکي زده‌کړه کوي، چې له دې شمیرې ۶۰زره نجونې دي.

ویل کیږي د هلمند له ۱۳۰ زیات ښوونځيو دروازې لا هم د زده‌کوونکو پرمخ تړلې دي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام