سلګونو هلمندیانو نن د ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د حکومت او طالبانو له لوري د پیل شویو عملیاتو خلاف لاریون وکړ.
لاریونوالو د جګړې له دواړو غاړیو وغوښتل چې د سولې خبري وکړي او د بېګناه انسانانو له وژلو لاس واخلي.
د لاریون ګډونوال باچا خان مولاداد او یوه مېرمن وایي، دواړه لوري دې د یو او بل پر ضد د عملیاتو پیل اعلان پرځای اوربند وکړي چې په وینا یې، نور عام اولس له جګړي ستړی شوی او سوله غواړي.
هلمندي لاریونوال زیاتوي چې پهدې وروستیو کې د سولې خبرو زور اخېستی؛ نو ځکه خو دوی له دواوړو خواوو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته تر سېدلو پورې دې د ملکي مرګژوبلې مخنیوي لهپاره اوربند وکړي.
د لاریون ښځینه ګډوالې همداراز په ټینګار سره وویل چې جګړې ډېرې کورنۍ د غم پر تغر کېنولي؛ نو ځکه خو نور باید سوله وشي.
د دولت او طالبانو له لوري د پیل شویو خالد او الفتح عملیاتو خلاف د دې لاریون ګډونوالو وویل، که يې غوښتنه ونه منل شي؛ خپلو سولهییزو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
ورته مطالب:
ننګرهار کې د الفتح او خالد عملیاتو پر ضد لاریون وشو