سړک ته راووتله. لږ سرګردانه وه، خو انرژي یې لرله. ځای یې اوار کړ. کوچنۍ صندلي یې کېښوده او ګیتار یې راواخېست.
زما په څېر ډېر نجونې او هلکان یې شاوخوا ته را ټول شول او د ګیتار شرنګ یې د سړک هغې غاړې خلک دې غاړې را بلل چې دا نادره صحنه وګوري.
هغې صحنې زه او زما په څېر نور نندارچیان د پروګرام تر پایه کېنول.
ښه مې په یاد دي چې دا پروګرام د تېر کال د مارچ په اووهلسمه نېټه و. له هماغې ورځې په یوې داسې بهانې پسې ګرځېدم چې له ثریا سره خبرې اترې وکړم، خو دا فرصت یوازې هغه مهال برابر شو چې ثریا د سفر تکل وکړ او بل هېواده ته روانه شوه.
اړوند مطالب:
فاریاب؛ ښځې له چادرۍ سره ورزش کوي
د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟
ثریا حسیني درې کاله وړاندې د برېښنايي جاز په غږولو هنري فعالیتونه پیل کړل. یو کال وروسته یې سندرو ویلو ته مخه کړه او له هغه راهیسې پیانو او ګیتار غږوي.
هغه وايي، یو وخت یې احساس وکړ چې د دېوالو شا ته سندرې ویل بسنه نهکوي او څرنګه یې چې باید غږ واورېدل شي، نه اورېدل کېږي. هغه زړهوره او مېړنۍ ده؛ همدا زړورتیا یې لامل شوې چې خپل جاز واخلي او سړک ته لاړه شي.
ثریا وايي چې د سړک پر سر سندرې ویل سخت و، خو لېوالتیا او مینه یې پهدې ارزي چې دا سختۍ وزغمي. هغه مخکې له دا ډول کارونه وېرېده چې بالاخره مخالفتونه ډېر او سړک ته د دې راوتل لانجمن شول، خو هېڅکله هاغسې و نه شول او برعکس د دې د زړورتیا او مېړانې ستایلو هغې ته د خپل هنر او راتلونکې ډېره هیله ورکړه.
ثریا وايي، د سړکې پر سر د سندرو ویل یې هغو ته یو پیغام و چې ټاکل شوې سوله وکړي. د ثریا په وینا، تل یې غوښتل وښيي چې نه دا او نه هم د دې په څېر زرګونه نورې ښځې بېرته شا ته نه ګرځي او کولای شي چې د سړک پر سره هم سندرې ووايي او د محدودیتونو پروړاندې ودرېږي.
هغه اوس په یوه بل هېواد کې ده، خو د جاز غږ یې اوس هم زما او د لسګونو نورو نندارچیانو په غوږونو کې انعکاس کوي. کېدای شي ثریا زما او زما د نورو همځولو لپاره انګېزه شي چې د دېوالو تر شا چوپتیا ته نه ووایو او د سړک پر سر د بېعدالتیو او توپیري چلن پروړاندې غږ پورته کړو.