«لمر لوېده ته له دوو ساعتونو کم وخت پاتې و چې د ولایت له مرکزه د خپلو له یو کوره خبر راغی چې بده پېښه پرې شوې ده، د پېښې دغه ناببره او ناوخته خبر هر ډول تابیا او تدبیر رانه سلب کړل او سم لاسه د ولایت مرکز ایبک ته روان شوم. لمر لوېده ته کم وخت پاتې و ځان مې یوه هوټل ته ورسولو پرېکړه مې دا وه چې له دمه کېدو وروسته روان شم.»
خو د هوټل خاوند محمد ابراهیم (مستعار نوم) د امانالدین (مستعار نوم) کورنۍ سره د یو څه لېرې اشنايي او سلام کلام لري له همدې وجې له هغه غواړي شپه وکړي او سبا ورځ وختي ولاړ شي. د هوټل خاوند امانالدین ته وايي، که دغه ډول پلي مزل ته دوام ورکړي ښايي په لارې وږي لېوان او یا بله کومه ستونزه ورته پېښه شي. ورته وايي:«له نه رسېدو ناوخته رسېدل غوره دي.» په دې توګه امانالدین پرېکړه کوي د شپې د محمد ابراهیم په هوټل کې پاتې شي.
«شپه سړه وه او تېز باد لګېده مجبور و چې پټوګان پر ځانونو راونغاړو او سره ټول کېنو. کله مو چې غوښتل وېده شو محمد ابراهیم راته رالنډ شو په خبره یې نږدې به سره څملو ترڅو د شپې مو ساړه ونه شي. ما یې خبر ومنله او کوم غبرګون مې ونه ښود. ځکه پوهېدم ساعت وروسته د بخارۍ اور مړ کېږي او هوټل به لکه زندان یخ شي.»
امانالدین وايي، له دې مخکې یې دومره یوازې سفر نهوکړی کوم کسان یې چې پېژندل یوازې یې له خپلو خپلوانو یې و او له پردیو سره یې سروکار نه درلود. خو دا سفر د امانالدین له نورو هغو سفرونو سره توپیر درلود.
«محمدابراهیم خپل ځان له ماسره نښلولی و له مایې وغوښتل خبره یې ومنم او ورسره څملم. ماغبرګون وښود، هڅه مې وکړه له بسترې پورته شم او له هوټله تېښته وکړم ځان ته مې پام شو چې لوڅ یې په غېږ کې پروت یم لاس او پښې مې د هغه ځواکمنو لاسونو کې ګېروې.هڅه مې کوله غوښتل مې چغې کړم تر یو څوک مې خلاصون او مرستې ته راشي، لاس په کار شوم چې ځان ترې وژغورم دا وه چې سخت درد مې احساس کړ. نه پوهېدم چې په دې شپه به د ژوند ترټولو بده او سخت شپه تجربه کوم. هغه تجربه چې زما نړۍ یې بدله او ټول نارینه له پام رابدکړل او کرکه مې ترې وشوه د نارینه په پرتلې مې وږو لېوانو سره مخامخ کېدل غوره ګڼل. د دې کیسې په اړه مې هېچاته څه نه شو ویلی او نه مې هم د یوازېتوب په نړۍ کې د هغې زغم درلود.ژوند مې له هغې شپې وروسته ورو ـ ورو ونړید کومو څېزونو چې له دې مخکې خوښې راکوله نور راته د خوښۍ نه وو. فکر کوم د ژوند ترپایه به له دې پېښې ځورېږم. د دغې روحي شکنجې زغمل ډېر راته ناهېلې کوونکې چاره ده.»