هغه اته ختراع‌ګانې چې ۲۰مه پېړۍ یې بدله کړه

په پرله‌پسې ډول وېرونکې پېښې لکه د حشرې چیچل، روغتون ته د تګ له‌پاره د موټر نه موجودیت او ډاکټر ته د باهوشه ټيلفون له لارې د زنګ وهلو اسانتیا نه‌شتوالی؛ یا تاسو ته وحشتناک خوب او یا هم د هالیووډ سېنما د وېروونکي فېلم صحنه ده. خو د ۲۰مې پېړۍ اختراع‌ګانې که نه وی، دا شیان به رښتیا هم زموږ د ژوند برخه نه، بلکې د هالیووډ سینما وېروونکې صحنې بلل کېدلې. په‌دې مطلب کې د ۲۰مې پېړۍ څو اختراع‌ګانو ته کتنو کوو چې زموږ په ژوند کې یې ډېر بدلونونه او اسانتیاوې راوستې دي.

الوتکه

په ۱۹۰۳ زېږدیز کال کې د اوریل رایت او ویلبر له لوري الوتکه اختراع شوه چې د هغې په مرسته د ځمکې ډېر اوږده تنابونه رالنډ شول.

جالز لیندبرګ سولو لومړنی شخص و چې الوتکه یې د پاسفیک اوبو په شاوخوا والوځوله.

د الوتکې جوړېدلو نه یوازې واټنونه رالنډ کړل، بلکې د اړیکو په نږدېوالي، سپوږمکیو او سوداګریزو چارو کې یې هم خورا محسوسېدونکي بدلونونه راوستل.

 

ټلوېزیون

جان لوجي برد په ۱۹۲۶زېږدیز کال کې د ټلوېزیون په اختراع سره د نړۍ په اړه د انسان فکر بدل کړ. ټلوېزیون د غږ، تصویر او لیک د ځواک په مرسته د نړۍ حاکم ټولنیز مسایل، لکه نژاد، جنسیت او نور موارد سره حل کړای شول.

 

کمپیوټر

باهوشه مبایل او غوره لپ‌ټاپ زموږ د کار او ساعت‌تېرۍ ښې وسیلې دي. خو که کمپيوټر نه وی اختراع شوی؛ موږ به نن د ۲۱مې پېړۍ لومړنۍ اسانتیاوې هم نه‌لرلی. زي ـ ۱ هغه لومړنی کمپیوټر دی چې د ۱۹۳۶ ـ۱۹۳۸کلونو ترمنځ جوړ شوی دی.

 

راډیو

د ۲۰مې پېړۍ له اختراع‌ګانو یوه هم راډیو ده. راډیو د نیکولا تسلا او ګوګلیلو په ګډو هڅو اختراع شوې‌ده.

د منظمو راډیويي خپرونو دستګاوې په ۱۹۲۰ کال کې په انګلستان کې په کار پیل وکړ او په ۱۹۲۶کال کې د راډیو نړۍ‌وال کنفرانس د ۲۷ هېوادونو په غړیتوب په برلین کې جوړ شو او د راډیو د ارتباطاتو او مقرارتو اساس‌نامه یې توصویب کړه.

 

هستوي ځواک

کله چې د هستوي ځواک نوم اورو؛ موږ ته د هیروشیما او ناګاساکي تصویرونه تر سترګو کېږي. که څه هم په ۱۹۴۰ زېږدیز کال کې هستوي ځواک د بم د جوړولو له‌پاره اختراع شو؛ خو نن ورځ په ټوله نړۍ کې د انرژۍ د تولید ۴۹۱ هستوي بټۍ فعالې دي چې له ۳۲۲ زرو مېګاواټونو برېښنا نه د تولید ډېر ځواک لري.

له دې سره هم‌مهاله له هستوي ځواک نه د طبیعت په ډېرو چارو کې ګټنه کېږي.

 

موټر

په ۱۹۰۸ کال کې د موټر له جوړېدلو نه مخکې د تګ ـ راتګ ډېرې چارې د اس او ګاډۍ په وسیله ترسره کېدلې. موټر په خلکو کې د استقلالیت ترڅنګ د تحرک ځواک ډېر کړ. موټر په پیل کې د نن په شان نه و او د وخت په تېرېدلو سره یې په بڼه کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

 

انتي‌بیوتیک

د انتي‌بیوتیک له جوړېدلو نه مخکې انسانانو حتا د یوې معمولې حشرې د چیچلو له امله هم خپل ژوند له لاسه ورکولو. د الکساندر لمینګ له لوري د پنسیلین په شان د انتي‌بیوتیک جوړولو د مرګ‌ او ناروغۍ ډېرې پېښې راکمې کړې او د دې سبب شول چې ډېر خلک بېرته ژوند ته مخه کړي. انتي‌بیوتیک یوازې په دویم نړ‌ۍوال جنګ کې د میلیونونو سرتېرو ژوند له مرګه وژغورلو.

انټرنیټ

د ۲۰مې پېړۍ د اختراع‌ګانو نوم‌لړ له انټرنېټه پرته نیمګړی دی. انلاین انټرنیټي حساب، له ملګرو او خپلوانو سره په انځوریزه او غږیزه توګه انټرنیټي خبرو نه پرته انټرنیټ له ۱۹۵۰ کال راهیسې زموږ په ژوند ژور اغېز کړی‌دی. انټرنیټ موسیقۍ، ساینس، مډرنې رسنۍ، سفر او حتا اړیکو ته په ژور ډول بدلون ورکړی او علم ته یې لا پراختیا ورکړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام