هرات کې یو شمېر فلم جوړوونکي او د سینما لوبغاړي وايي، که څه هم په یوه سنتي ټولنه کې اوسېږي او حکومت هم ورته چندان پام نهکوي، خو بیا هم په دغه ولایت کې د سینما صنعت په تېره سریالونو ښه وده کړې ده.
د هرات یو پخوانی فلم جوړوونکی او ډایرېکټر عبدالرشید عظیمي وایي، په وروستیو دوو کلونو کې یې د لنډو فلمونو جوړولو ترڅنګ، ۳ سریالونه هم ډایرېکټ کړي دي.
د «فېسبوک ډاډ کام»، «زرګري ژبه» او «شپږمه ګوته» په نوم سریالونه د عظیمي هغه لاسته راوړنې دي چې په وروستیو درېوو کلونو کې یې ترلاسه کړې دي.
عظیمي وايي، په هرات کې له ننګونو او سینما ته د حکومت نه پام سره سره، په دغه ولایت کې لسګونه هنرمندان شته چې د لنډو، منځنیو او اوږدو فلمونو په جوړولو بوخت دي او دا ښيي چې دلته د سینما صنعت د تېر په پرتله ښه وده کړې ده.
د عبدالرشید عظیمي په وینا، ګڼ شمېر هراتي ځوانان د سینما صنعت ته لېواله دي چې په وینا یې، که حکومت ورته پام وکړي، دغه صنعت به نوره وده هم وکړي.
په همدې حال کې د سینما لوبغاړی محمود هم په دغه ولایت کې د سینما صنعت پرمختګ ته خوشبین دی او وايي، اوس په هرات کې د سینما صنعت له کابله هم ډېره وده کړې ده.
یو شمېر هراتیان هم په دغه ولایت کې د سینما پرمختګ ته خوښ برېښي او وايي، د کورنیو فلمونو او سریالونو تولید کولی شي د بهرنیو سریالونو له لارې په هېواد کې د پردي کلتور دودولو مخه ونیسي.
بلهخوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییسه اریا رووفیان وايي، سینما په ټولنه کې د فرهنګ دودولو تر ټولو مهمه لار او غږ دی.
د رووفیان په وینا، هر څومره چې یو هېواد ډېر فلمونه، سریالونه او مستندونه تولید کړي، په هماغې کچې پایښت لري او په یاد هېواد کې د اطلاعاتو د راکړې ورکړې او د فرهنګ دودولو پراختیا ښيي او له دې لارې په نورو هېوادونو کې خپل نفوذ پیدا کوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور د مسوولانو په وینا، هېوادوالو او ان له هېواده بهر خلکو په هرات کې د وروستیو تولید شویو سریالونو تود هرکلی کړی دی.