د هرات حوزوي روغتون مسوولان وایي، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په هرات کې څه باندې ۵ سوو کسانو د ځانوژنې هڅه کړې، چې ۱۸ تنه یې د ځانوژنو په هڅه کې بریالي شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د شمېرو پر بنسټ، هغو کسانو چې د ځانوژنې هڅه یې کړې ده؛ ۸۰ سلنه یې مېرمنې دي.
د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي سلام وطندار ته وویل، چې دوی د روان لمریز کال له پایله تر اوسه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ځانوژنو ۵۱۸ پېښې ثبت کړې دي.
د شېرزي پر وینا، د دغو کسانو له ډلې چې د ځانوژنې هڅې یې کړي؛ د ۱۲ ښځو په ګډون ۱۸ تنه په دې کار بریالي شوي دي.
شېرزي زیاته کړه، چې دغه کسان تر ډېره د ځان ځړولو، داروګانو او تېزاب څښلو باندې ځانوژنه کړې ده.
خو د هرات د پولیسو مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د ځانوژنې ټولې پېښې څاري او یوازې ۱۰ پېښې یې تاییدوي.
په همدې حال کې د ټولنیزو چارو څارونکي کورني تاوتریخوالي، جبري ودونه، وزګارتیا، فقر او د بهرنیو هېوادونو ډرامې او سریالونه په دغه ولایت کې د ځانوژنو اصلي لاملونه په ګوته کوي.
ټولنیز کارپوه او د هرات د پوهنتون استاد بصیراحمد دانشیار سلام وطندار ته وویل، چې د بهرنیو فرهنګي یرغلونو اغېز د دې لامل شوی، چې په هېواد کې د ځانوژنې ګراف لوړ شي.
دی له حکومته غواړي، چې په هر ټولنیز پوهاوي او د بهرنیو فرهنګونو د مخنیوي په برخه کې کار وکړي.
مخکې هم د عامې ورغتیا وزارت مسوولانو د ځانوژنې نه د مخنیوي په نړیواله ورځ کې د ځان وژنو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی و.
د عامې ورغتیا وزارت مسوولانو ویلي وو، چې په ۲۰۱۲ کال کې د ځانوژنو یو زرو ۲۰۰ پېښې ثبت شوې، چې دغه شمېره په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰۰۰ موردو ته راغله.