هرات؛ د امنیتي ځواکونو په ملاتړ نندارتون جوړ شو

د هرات ښار عمومي سړک ته څېرمه له ترهګرو سره په مخامخ جګړه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۲ اخېستل شوي تصویرونه نندارې ته وړاندې شول.

هرات کې د سیمه‌ییزو ارګانونو اړوند د ولسي ملاتړ د دفتر مسوول غلام‌حضرت مشفق د دغه نندارتون جوړولو موخه، د امنیتي ځواکونو له اتلولیو د خلکو ملاتړ یادوي.

هغه ټینګار کوي چې دا ډول پروګرامونه د جګړو جبهو کې د امنیتي ځواکونو روحیه لوړوي.

د نوموړي په وینا، د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو له څو سوو تصویرونو نه یې ۶۲ غوره کړي او نن یې د هغوی د قربانیو د ستاینې او لا هڅونې په موخه نندارې ته ايښي دي.

په همدې حال کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د دغه نندارتون په پرانېستل کېدو سره امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکوي چې په هر ډول حالاتو کې به له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د هرات امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل او د پوځ د لومړۍ لوا قوماندان زیارت‌شاه عابد هم د دغه پروګرام له جوړولو د هرکلي ترڅنګ وايي، دا ډول پروګرامونه امنیتي ځواکونو ته انګېزه ورکوي چې د وسله‌والو ډلو پروړاندې په لوړه روحیه جګړه وکړي.

اړوند مطالب:

کمپاین او ملاتړ؛ هراتۍ مېرمنو امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه

د روح‌الله څوارلس کلن امنیتي خدمت او خاطرې

«له امنیتي ځواکونو سره بې سارې مینې سرتېری کړم»

د هرات امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل وویل، له امنیتي ځواکونو نه د خلکو ملاتړ لامل شوی چې په هرات کې نسبي امنیت ټینګ شي او د خلکو دا ډول مینه سرتېرو ته د دې انګېزه ورکوي چې له هېواده لا هم په مېړانه دفاع وکړي.

په هرات کې د پوځ د لومړۍ لوا قوماندان زیارت‌شاه عابد بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې په روان کال کې به نه یوازې تر خپلې ولکې لاندې سیمې وساتي، بلکې د وسله‌والو ډلو تر ولکې لاندې سیمې به هم ترې ونیسي.

د هرات اوسېدونکي هم له امنیتي ځواکونو نه په لا ډېر ملاتړ ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې باید د امنیتي ځواکونو د قربانیو کورنیو وضعیت ته لا ډېر پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام