«نی» رسنیو ته: که خپلو کارکوونکیو ته معاشونه ورنه‌کړئ؛ افشا کېږئ

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې یا «نی» موندنې ښيې چې ۸ سلنه رسنۍ د خپلو کارکوونکیو میاشتني معاشونه په‌خپل وخت نه‌ورکوي او ان ځېنې رسنۍ د خبریالانو یو کلن معاش نه‌دی ورکړی.

د نی رییس مجیب خلوتګر خبرداری ورکوي، که د رسنیو خاوندان د خپلو کارکوونکیو معاشونه په‌خپل وخت ورنه‌کړي؛ نومونه به يې افشا کړي.

داسې ښکاري چې د خبریالانو معاشونو کې ځنډ یا نه ورکول؛ هغوی ته سپکاوی پورې تړاو لري؛ د نی دفتر د وړاندې کړیو شمېرو پر بنسټ، د ۹۶ کال په پرتله د ۹۷ کال په وروستیو درېیوو میاشتو کې خبریالانو ته د سپکاوي پېښې ۹ سلنه، د وهلو ـ ډبول هغه ۳۶ سلنه او د ګواښ پېښې ۲۰ سلنه زیاتې شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام