نړۍ کې د بېړني حالت اعلان؛ د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا بايد مهار شي

د دغه سازمان له لوري د بېړني حالت اعلانولو مانا دا ده چې کرونا ویروس د چین له پولو تېر شوی او په یوه داسې نړیواله ساري ناروغۍ بدل شوی چې د مهارولو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.

ياد سازمان همداراز د نړۍ هغو هېوادونو ته د بېړنۍ مرستې غوښته کړې چې د روغتيا معياري سيسټم نه لري.

دې سازمان ويلي، هغه هېوادونه چې معياري روغتيايي سيسټم نه لري کېدای شي چې کرونا ويروس په کې په ډېر سرعت سره خپور شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه بېړنی حالت اعلانوي چې تر اوسه پورې په چین کې د دغه ویروس له کبله د مړو شویو شمېر له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د هېواد په هوايي ډګرونو کې د کرونا ویروس د پېژندلو لپاره جدي تدابیر نیول شوي او هر هغه څوک به قرنطین کړي چې په دغه ویروس د اخته کېدو نښې ولري.

په دې تړاو:

کرونا ويروس او په افغانستان کې يې د خپرېدو اندېښنه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام