نړیواله جزايي محکمه کې د افغانستان د جګړې له نیم میلیون زیاتو قربانیانو له‌پاره د عدالت غوښتنه

د جزا نړیوالې محکمې د ریپوټونو پربنسټ دغې محکمې د افغانستان د جګړې قربانیانو د شکایت ۱۸۰ فورمې ثبت کړي دي.

د انتقالي عدالت همغږۍ ډلې غړی او د بشري حقونو په برخه کې نړیوال څېړونکی احسان قانع سلام‌وطندار ته وايي، په دغو فورمو کې د افغانستان د جګړې له یو نیم میلیون زیاتو قربانیانو له‌پاره د عدالت غوښتنه شوې ده.

هغه وویل، زیاتره شکایت کوونکي په افغانستان کې د دغې محکمې د حضور غوښتنه کوي.

ښاغلی قانع زیاتوي، څېړنې ښيي، چې د جزا نړیواله محکمه هوډ لري د قربانیانو شکایتونه وڅېړي.

د نړیوالو بشري حقونو دغه څېړونکی، د جزا نړیواله محکمه د بشر ضد جرمونو، دغو بشري ضد دوسیو ته د حکومتونو نه لاسرسي، د جګړې قربانیانو هېواد کې د دغې محکمې حضور له‌پاره د غوښتنې او د جرایمو پراخې کچې پر بنسټ عمل کوي.

په افغانستان کې د انتقالي عدالت همغږې کوونکې ډلې غړو په وینا، د افغانستان د جګړې قربانیانو شکایتونو ته د جزا  د نړیوالې محکمې لاسرسی لامل کېږي، چې هېواد کې د بښنې فرهنګ پای ته ورسېږي.

د جزا نړیوالې محکمې د ۲۰۱۷ کال نوامبر میاشت کې په خبرپاڼه کې ویلي و،

د هغوی لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د بشریت پر وړاندې د جنایت او جنګي جنایتونو په اړه د څېړنو له‌پاره اړین معیار او شرایط برابر دي.

دغې محکمې هغه مهال ویلي و، قربانیان فرصت لري چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې تر پایه خپل شکایتونه له دغې محکمې سره ثبت کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام