د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انوارالحق احدي د ملي یووالي حکومت د ټاکنیز سمون په اړه نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ولسمشر د تقنیني فرمان صادره ول یوه سیاسي معامله ده.
دغې جبهې نن (سه شنبه) په خبري غونډه کې پر حکومت نیوکه وکړه، چې د غوراوي په کمېټه کې سیاسي ګونډونه او اپوزیسینونو ته ځای نه دی ورکړل شوی.
احدي وویل، چې د ټاکنیز سمون په اړه د ولسمشر د فرمان اصلي منځپانګه له رسنیو سره شریکه شوې نه ده او دا په خپله سیاسي ګوندونو، افغان ولس، مدني ټولنو او د ټاکنو څارونکو بنستونو ته یو سوال دی .
دوی ټینګار کاوه، چې د غوراوي کمېټې له پاره په ولسي جرګې کې مخکې له مخکې کسان په نښته شوي دي او دا ځل به بیا هم دغه بنسټ سیاسي وي او خپله روڼتیا به ونه ساتي.
د نوې ملي جبهې مشر پر حکومت غږ وکړ، چې ټاکنیز کمېسیونونه دې ناپېییلې وې او دوی د کار پایله غواړي.
د دغې جبهې مشر په داسې حال کې په حکومت نیوکه کوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل پخوا هم د ټاکنیز سمون له پاره تقنیني فرمان ولسي جرګې ته لېږلی و خو د جرګې له لوري رد شو.
د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو په لړ کې ارګ رسنیو ته د دغه فرمان په اړه وویل، چې ولسمشر د ټاکنیزسمون په اړه له کابینې سره خبرې کړي او په دې اړه یې فرمان چمتو کړی دی.
دوی ویلې و، چې مخکې له دې چې د ټاکنیز سمون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان بیا جرګې ته ولېږل شي، افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه له وکیلانو سره خبرې اترې پيل کړي دي.
دوی رسنیو ته ویلي و، چې ولسمشر تقنیني فرمان به ډېر ژر ولسي جرګې د تایید رایو له پاره ورولېږل شي.