افغان اوپنر بیټسمین نورعلي ځډران د (الکوزي) احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو د لومړۍ لوبې په دویمه ورځ د بند امیر خلاف ستره کارنامه ثبت کړه.
نوموړي د یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۲۴۸ بالونو د ۲۵ څلوریزو او ۴ سترو شپږیزو په مټ غبرګه سلیزه جوړه کړه.
نورعلي ځدران چې د کلونو راهیسې د اوږې ټپونو سره لاس او ګریوان وو یو ځل بیا یې د کرکټ میدان ته مخه کړې او په روانو لوبو کې د مس عینک لوبډلې په ګټه لوبیږي.
نوموړې لومړې کرکټر شو، چې په روانو سیالیو کې غبرګه سلیزه په خپل ولایت خوست کرکټ لوبغالي کې جوړوي.
د یادونې وړ ده .چې د (الکوزي) احمد شاه ابدالي د زونونو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبې د تیرې جمعې په ورځ د هېواد د ۵ زونونو منتخبو لوبډلو ترمنځ په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پېل شوې.
نورعلي ځډران له کلونو راهیسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غړی دی ، چې په خپله تخنیکي لوبې په کور دننه څه چې په نړیواله کچه هم بې شمیره مینه وال لري.
دغه ۲۷ کلن افغان اوپنر بیټسمین د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره تراوسه ۲۲ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې د ۱ سلیزې او ۲ نیمه سلیزو په مټ ۵۹۴ منډې لري.
دغه راز ښي لاسي نورعلي ځډران د افغانستان له پاره ۱۰ نړیوالې ۲۰اوریزې لوبې او " ۶ فرسټ کلاس" څلور ورځنۍ لوبې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ترسره کړي دي، چې په کې یې د ۲ سلیزو او ۴ نیمه سلیزو په مټ تراوسه د څه باندې ۵۰ اوسط سره ۵۵۸ منډې جوړې کړي دي.
که څه هم د ځوان کرکټرانو په راتګ سره ښایي د کرکټ یو شمیرکارپوهان د نورعلي په راتلونکې ډیرباوري نه وي، خو دغه کرکټر لاهم دافغانستان کرکټ لپاره د ډیرڅه ترلاسه کولو جذبه او استعداد په ځان کې لري.