د نورستان د ولایتي شورا له لوري ورکړل شوي معلومات ښي، چې تر اوسه پورې د کامدیش او کشتونز قومونو په جګړه کې د دواړو لورو په لسګونه کورونه سوځېدلي، تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي او سلګونه نور معلول شوي دي.
د یاد ولایت د يو شمېر اوسېدونکو په وينا، په نورستان کې ورځ تر بلې قومي تربګنۍ زياتيږي او دولت يې غمه نه خوري.
د دوی په خبره، په لسګونه کورونه او بانډې، سلګونه مثمرې ونې د قومونو ترمنځ د شخړو له امله له منځه تللي، خو دولت په دې پلمه، چې دوی ته خلک مراجعه نه کوي قرارې ناست دي او د دوی غمه نه خوري.
نورستان د افغانستان په ختيځ کې هغه غرنی ولایت دی، چې زیات شمېر اوسېدونکي يې د غرونو، ځنګلونو او ښځو پر سر له ژورو شخړو له امله تل ځوريږي.
نورستاني قومي سپین ږيري وایي، چې دوی ته د قومونو پر سر شخړې د کفري دورې څخه په مېراث پاتې دي.
د نورستان قومي مشر منورخان همدرد وايي، چې دولت د دوی په کلوبانډو کې ډېر ضعيف دی، تر دې، چې د شخړو له پاره يوه حل لاره هم نه شي لټولی.
منورخان همدرد بیا وايي، چې د نفوسو په زیاتوالي سره د یو کلي خلک را پاڅي او نورو سيمو ته لاس و غځوي او همدا لامل دی، چې د مقابل لوري د عکس العمل سره مخ شي او شخړې لا زیاتې شي.
قاري شېر محمد هغه څوک دی، چې د خپلې عريضې وروسته د نورستان په ولایت کې شپې سبا کوي، څو مقابل لوری يې حاضر شي.
دوی وايي، چې عموما قومي شخړې يې د غرونو او ځنګلونو پر سر رامنځته کيږي.
د نورستان د ولايتي شورا مشر انجينیر سعادالله پاینده زوی هم پورته ستونزې مني، خو وايي چې دا به د دولت له توانه لرې خبره وي، چې ټولې ستونزې دې په يو وار حل شي.
هغه زیاتوي، چې په نورستان کې په دې وروستیو کې د قومونو ترمنځ د شخړو هوارولو په موخه د اسدالله وفا په مشرۍ؛ دولت یوه جرګه هم جوړه کړې وه او د جرګې جوړولو اصلي موخه د کامدېش او کشتونز قومونو ترمنځ د شخړو حل و، خو په وينا يې تر اوسه ليدل کيږي، چې پایله يې مثبته نه وه.
بل لوري بیا د نورستان امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال فاروق خان سلام وطندار ته وویل، پولیس به هیڅ قوم ته دا اجازه ور نه کړي چې یو پر بل تیری وکړي.
هغه وايي، چې لومړی د قومي شخړو د هوارۍ له پاره د قومي جرګو څخه کار اخلي، خو که په وينا يې په قومي سپين ږيرو او جرګو مسله حل نه شوه، نو پولیس په اقداماتو لاس پورې کوي.
د نورستان کامدیش او کشتونز قومونه په کامدیش ولسوالۍ کې، په نورګرام ولسوالۍ کې د مثمرو، پرک، زیارت او شکوټ قومونه، د ژونیا او پیار قومونه په دواب ولسوالۍ قومونو ترمنځ اوس هم شخړې روانې دي، چې لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.
د دغو شخړو ترټولو پخوانۍ يې د کامدېش او کشتونز قومونو ترمنځ د اوبو پر سر لانجه ده.
د نورستان د ولايتي شورا غړي خبرداری ورکوي، چې که چېرې دولت په دغه برخه کې کوټلي ګامونه وا نه خلي، نو ښايي دغه مسله نوره هم ژوره شي او بیا به يې د کنټرول توان هم ونه لري.