نورستان؛ د هېواد په ختیځ کې د طبیعي زېرمو، شنو او ښېرازه درو، ورشوګانو، ابشارونو او د نښترونو په لویو ځنګلونو غني ولایت دی چې لیدو ته یې د نورو ولایتونو سیلانیان ورمات دي.
دغه سمسور او نسبي امن ولایت ته د خلکو پام وروسته له هغه ور واوښت چې همدا تېره میاشت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نورستان ولایت د درېیم ملي پارک او د ژویو ساتنځای ونوماوه.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، حکومت دې په دغه ولایت کې د لویو او کوچنیو لارو جوړولو تر څنګ د روغتیا، پوهنې، چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې پروژې پلې کړي.
د واما ولسوالي اوسېدونکی ارین نورستانی وايي، که حکومت او خصوصي سکټور په مرکز پارون او ولسوالیو کې د سیلانیانو لپاره د اوسېدو ځای ځایګي برابرولو سربېره د ژوند تېرولو نورې اسانتیاوې برابرې کړي، دغه ولایت ته د ورتلونکیو سیلانیانو شمېر لوړېدای شي.
نورستان ته د سیل لپاره ورتلونکي کسان هم په مرکز پارون کې د اسانتیاوو د کمښت خبره کوي او وايي، که حکومت په نورستان کې بنسټیز کارونه وکړي، دغه ولایت د اقتصاد پر یوې سرچینې بدلېدای شي چې ورسره به د خلکو په ژوند کې هم د پاموړ بدلون راشي.
قیام خیام له کونړه د نورستان سیل ته ورغلی دی. هغه وايي، د یوه سیلاني په توګه له حکومت او پانګهوالو نه غواړي چې دلته د شپې تېرولو، ټرانسپورټي، روغتیايي او نورې اسانتیاوې برابرې شي، څو د خلکو پام ور واوړي.
تر ټولو لویه ستونزه چې نورستانیان او دغه ولایت ته ورتلونکي کسان ترې شکایت کوي، د لارو خرابوالی دی چې ډېر کله په ژمي کې د ټرافیکي پېښو او مرګژوبلې لامل کېږي، خو اوس تازه د پارون ـ اسداباد پر سړک کار پیل شوی چې په لومړۍ برخه کې یوازې ۱۲کیلومتره سړک په پاخه او اساسي شکل جوړېږي.
چارواکي وايي، پر پاتې نورو لاټونو به یې هم کار پیل کړي.
د نورستان د والي مرستیال هاشم فیضي وایي، حکومت د پرمختیایي چارو په برخه کې د نورستان په ګډون څلورو هغو سیمو ته دېرش میلیونه ډالر بېل کړي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ساتل شوې سیمې نومولې دي.
په دغو سیمو کې د نورستان تر څنګ د تخار درقد، د کندوز امام صیب او د غزني ناوړ دښته شامل دي.
جګړې او ناامنۍ د هېواد له ځنګلونو وحشي ژوي یا تېښتې ته اړ کړي او یا هم تلف شوي، خو د نورستان په ډېرو ځنګلي سیمو کې لاهم د وحشي حیواناتو ځینې نسلونه ژوندي پاتې دي.
د نورستان خلکو د خپل ولایت ځنګلونه د قومي تړون او تیږو پر مټ ساتلي، خو په لرې پرتو ولسوالیو کې یې یوه اندازه ځنګلونه د قاچاقیانو تر ارو لاندې راغلي دي.
اوس هیلې پیدا شوي چې د ملي پارک په توګه د نورستان له اعلان وروسته به په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې پلې شي چې ورسره به دغه ولایت له اقتصادي اړخه وده وکړي او د اوسېدونکو ژوند به یې هم ورسره ښه شي.