نه اراده شته، نه چمتووالی؛ ټاکنې په مشخص وخت نه کېږي

د افغانستان د ټاکنو تمیولوونکیو نه یو موثقې سرچینې سلام وطندار ته ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پروګرامونه ډېر اوچت دي او یوازې د بایومتریک پروګرام نصبول له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي؛ په‌داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې څه کم ۵ میاشتې پاتې دي او تر اوسه په‌دې تړاو هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

دا سرچینه ټینګار کوي چې دا ځل غواړي د افغانستان د ټاکنو پر ځای د ټاکنو پر څارونکیو بنسټونو پانګونه وکړي. دا سرچینه زیاتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو عادي کارکوونکي د ګومارلو توان نه‌لري؛ د ټاکنو ترسره کول خو بېخي لېرې خبره ده.

له بل لوري نه راپورونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۲۶ ولایتي دفترونه د سرپرستانو له لوري مدیریت کېږي؛ دا موضوع د دې ښکارندويي کوي چې کمېسیون تر اوسه کلیدي څوکۍ نه دې ډکې کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو ځېنې نوماندان هم په‌دې باوري دي، که چېرې د ټاکنو نړۍوال مرستندویه بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو له مالي ملاتړه لاس په سر شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د ټاکنو په ترسراوي کې له ستونزو سره مخ شي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی نورالرحمان اخلاقي سلام وطندار ته وویل، د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو له‌پاره د بودیجې د تامین له ستونزې سره مخ دی او وخت هم د ټاکنو د زیانمنولو په لوري روان دی. د ښاغلي اخلاقي په خبره، که د ولسمشرۍ ټاکنو د بوديجي ستونزه حل نه‌شي؛ د ټاکنو کمېسیون کارونه له ستونزو سره مخېږي او ټاکنې به بیا د فساد او درغلې شاهدې وي. د ډاکټر عبدالله د ټاکنیزې ډلې دا غړی په ورته وخت کې په حکومت تور پورې کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د بودیجې په ورکولو کې شا ته شوی او په وینا یې، د بایومتریک دستګاوو د تړون موضوع لا هم ناحله پاتې ده.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ډلې غړی یو ویاند محمد واعظي سلام وطندار ته وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مشخص وخت د ټاکنو تراسروي په اړه کوچنۍ اراده هم نه لري او تر دامهاله د دې کمېسیون کارونو عملي جنبه نه‌ده خپله کړې. د ښاغلي واعظي په وینا، تر اوسه پورې د بایومتریک دستګاوو د اخېستلو او د هغو د کارولو په اړه د کسانو د روزولو په باب هېڅ اقدام نه‌دی شوی.

د ده په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ له پرېکړو متاثرې دي. ښاغلی واعظي تور پورې کوي، حکومت هغه ډول ټاکنې غواړي چې پایله یې د ښاغلي غني په ګټه وي. دی په ورته وخت کې دا هم وايي چې حکومت لېوال نه‌دی چې ټاکنې په خپل وخت سره وشي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم په‌دې باور دي چې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل مشخص وخت ونه‌شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا رییس نعیم ایوب‌زاده وايي، د بې‌نظمۍ، د منظمې برنامې نه‌شتوالی، د ټاکنو کمېسیون له لوري د نه عملي کېدلو وړ طرحه او د حکومت او نړ‌ۍوالې ټولنې ترمنځ نه همغږي هغه احتمالات دي چې ممکن ولسمشرۍ ټاکنې سږ کال ونه‌شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بسنټ رییس یوسف رشید هم وايي چې نړ‌ۍوالې ټولنې تر دامهاله د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه نه‌ده ورکړې او د ټاکنو ټول لګښت د افغان حکومت په غاړه دی.

د ښاغلي رشید په وینا، په همدې اساس په خپل وخت د ټاکنو تر سره کولو ممکن نه‌دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات وايي، د دوی کارونه په منظم ډول روان دي او حکومت هم د ولسمشرۍ ټاکنو ۲۰ سلنه بودیجه ژمنه ورکړې‌ده. د ښاغلي سادات په وینا، د رای‌ورکوونکیو نوم‌لړ چمتو کول ډېر وخت او ډېرو پيسو ته اړتیا لري او دوی ژمنه کوي چې د ولسي جرګې د رای‌ورکوونکیو نوم‌لړ کې د اصلاحاتو له راوستلو سره په شفاف ډول په مشخص وخت کې ولسمشریزې ټاکنې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اعلان شوي مهالوېش پر اساس ولسمشريزې ټاکنې د روان لمریز کال د تلې پر ۶مه نېټه ترسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام