۲۰۱ سېلاب قل اردو وايي، چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د نظامي مرستیال سعد امارتي په ګډون ۱۲۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قل اردو په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په باندر او باندروچ سیمو کې د بېلابېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۱۲۲ تنه له منځه تللي.
خبرپاڼه زیاتوي، د کوټ ولسوالۍ د کلای سنګی سیمه کې د دې ډلې نظامي مرستیال هم د خپلو ۳ تنو ساتونکیو سره یوځای وژل شوی دی.
خبرپاڼه دا هم وايي، چې په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې اړوند ۲۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته ویلي وو، چې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کوټ ولسوالۍ په سرای بازار سیمه کې د داعش ډلې د جګړې قوماندان سعد امارتي د ځانګړیو ځواکونو له لوري د مخامخ جګړې پر مهال ووژل شو.
نوموړی ویلي، سعد امارتي د داعش ډلې نظامي مرستیال و او په دې وروستیو کې یې د کوټ د جګړې مسوولیت هم پر غاړه و.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.