د حکومت له دې ادعا سره ـ سره، چې په ننګرهار کې يې داعش ډله ځپلې؛ د ننګرهار او په ټوله کې د ختیځې سیمې اوسېدونکي د دې ډلې له موجودیت او تبلیغاتو اندېښنه لري.
نږدې یوه میاشت مخکې د ننګرهار امنیتي چارواکیو په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د داعش ډله یې په دې ولایت کې له ماتې سره مخ کړې او حتا داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د یادې ډلې مشر له ۸۵ کورنیو سره له ننګرهاره، کونړ ته کوچېدلی او هلته یې په سرحدي او غرنیو سیمو کې اړولي دي.
د ننګرهار په ځېنو سیمو کې د داعش د موجودیت په اړه د جلال اباد ښار ځېنې اوسېدونکي اندېښنه لري، چې رواني امنیت نه لري او په ښار کې د ننه له داعشه وېرېږي.
دوی وايي، چې داعشیان لا هم د ننګرهار په ولسوالیو په ځانګړي ډول په شینوارو کې مېشت او هلته له خلکو مالیه راټولوي.
د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی زیرک ذهین وايي، چې د خلکو اندېښنې ورځ په ورځ زیاتېږي، ورځ په ورځ د حکومت نه خلک فاصله نیسي او علت یې دا دی، چې خلک ځان خوندي نه محسوسوي.
د ده پر وینا، ولس دومره وېرېدلی دی، که د شپې څملي؛ نو فکر کوي، چې تر سبا به ژوندی وي او که نه، ځکه چې د دې ډلې ظلمونه خورا وېرولي دي.
ذهین دا هم وویل، چې داعش ډله اوس هم په سیمه کې د جلب او جذب په حالت کې ده او دې چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي.
د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې یو تن اوسېدونکي، چې د نوم له اخیستلو ډډه کوله، وویل، چې داعش ډله به ځپل شوې وي؛ خو په احتمالي ډول فکر کوي، چې کېدای شي یو ځل بیا راقوي شي او ځان د فعالیتونو له پاره مجهزه کړي.
د ده پر باور، که داعش په خلکوظلم کوي؛ نو دولت یې باید دفاع وکړي.
دی وايي، که حکومت د داعش او طالبانو د ځپلو هوډ لري؛ افغان امنیتي ځواکونه دې په پوره ډول تجهیز کړي.
په ننګرهار کې اچین یوه له هغو ولسواليو ده، چې داعش ډلې په کې سنګرونه جوړ کړي او اوس هم له دې ولسوالۍ نه د داعش ډلې د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد وايي، داعش ډلې ځکه دغه ولسوالي د خپل مرکز په توګه ټاکلې ده، چې د خېبرپښتونخوا له تيرا سره نږدې پرته ده او داعش په اسانۍ له پاکستانه یادې ولسوالۍ ته تګ را تګ کولی شي.
مجاهد وايي، چې داعش ډله یې ځپلې؛ خو دې ډلې اوس په فردي شکل په کلیو او بانډو کې خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې سرچینې، رهبران او د روزنې ډېر مرکرونه له منځه وړي او زرګونه داعشیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د خوږیاڼي پر خبره، داعش ډله اوس په ننګرهار کې له ماتې سره مخ ده.
خو د امنیتي چارو کارپوه انور سلطاني د حکومت د دې ادعا په اړه چې ګوندې داعش ډله یې په ننګرهار کې ځپلې ده، وايي، بې له شکه یې د داعش ډله له تعرضي حالته غورځولې او سخت مالي او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي.
سلطاني زیاتوي، داعش ډله د یو منظم پلان له مخې په ننګرهار کې په دفاعي حالت کې ده او ورو – ورو خپل فعالیتونه د کونړ خوا ته غځوي.
د ده پر باور، داعش وسله واله ډله اوس هم د ولسي وګړیو په کورونو او ځمکو قبضې لګولې دي او د هغوی له پاره یو ستر ګواښ دی.
نوموړي وویل، چې د ننګرهار د درېیو ولسوالیو کوټ، هسکې مېنې او اچین ولسواليو ۳۰ سلنه خاوره د داعش په ولکه کې ده او په نورو سیمو کې په فردي شکل فعالیت کوي.
داعش ډلې د ننګرهار په شینوارو کې ډېر بې ګناه وګړي ووژل او د ظلمونو له امله یې په زرګونو کورنۍ کوچ کولو ته مجبورې شوې.
که څه هم د داعش پر وړاندې په نړیواله کچه مبارزه روانه ده، خو افغان حکومت دعوه کوي، چې دغه ډله یې په ډېرو ولایتونو کې ځپلې ده. له بل لوري ځېنو سرچینو ویلي دي، چې دغه ډله به په ختیځ کونړ او ځېنو ولایتونو کې سر راپورته کړي.