ننګرهار د افغانستان په کورني کرکټ پاچاهي پیل کړه

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت پیل شوې د کورني کرکټ تر ټولو سترې (الکوزي سید جمال الدین افغان) ګریډ ون ۵۰ اوریزه ولایتي کرکټ سیالۍ نن دوشنبه (می ۳۰ مه) د ننګرهار منتخبې ولایتي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د سیالیو فاینل لوبه نن د روان ټورنامنټ په دوام د لومړي ځل له پاره په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې په کې ننګرهار په ۹ ویکټو لغمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ننګرهار لوبډلې په ګټه کریم صادق د ۴ ویکټو اخیستلو ترڅنګ د روان ټورنامنټ دویمه سلیزه پوره کړه، چې په ۱۰۱ منډو ټپي شو او په پای کې بیا د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په فاینل لوبه کې ننګرهار لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لغمان لوبډلې ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه، چې کامیابه پریکړه ثابته شوه.

لغمان لوبډلې په لومړي وار کولو سره د وحید الله شفق د ۹۵ منډو په مټ ۲۳۵ منډې جوړې کړې، چې د ننګرهار له پاره کریم صادق او باطن شاه څلور څلور ویکټې ترلاسه کړلې.

د هدف ترلاسه کولو په موخه ننګرهار د نجیب ترکي او شبیرنوري په مټ ښکلې پیل درلوده، چې په ۵۲ منډو کې نجیب ترکي د ۲۵ منډو جوړولو وروسته خپل ویکټ له لاسه ورکړه، خو له کپتان سره د ملګرتیا له پاره کریم صادق میدان ته راښکته شو او د اتلولۍ له پاره یې د وحید الله شفق ۹۵ منډې او د لغمان لوبډلې هیلې په اوبو لاهو کړې، چې هدف یې په ۳۵ م اور کې ترلاسه کړ.

د الکوزي سید جمال الدین افغان لومړۍ درجه ولایتي کرکټ سیالۍ روانه میاشت د ۱۰ مخکښه ولایتي کرکټ لوبډلو ترمینځ د ننګرهار په غازي امان الله خان او بهسودو کرکټ لوبغالو کې پیل شوې.

د سیالیو په پای کې د لغمان منتخبې لوبډلې اوپنر بیټسمین ناصرخان په ۴۰۰ منډو ترټولو مخکښه بیټسمین او د خوست لوبډلې بالر مجیب په ۱۶ ویکټو ترټولو مخکښه بالر وو.

دغه راز د اتلې ننګرهار منتخبې ولایتي لوبډلې کپتان سپینر شبیرنوري، چې وروسته دغیرقانوني بالینګ له کبله له بندیز سره مخ شو په ټورنامنټ کې د خوست لوبډلې خلاف په لومړۍ لوبه کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې تر ټولو غوره بالر ثابت شو.

دغه راز په یوه لوبه کې د زیاتو منډو کارنامه هم د اتلې ننګرهار منتخبې لوبډلې لوبغاړي کریم صادق وه، چې په ۱۴۲ ناسوځیدلو منډو جوړولو بریالی شو.

د ټورنامنټ پرمهال یواځې کریم صادق او ناصرخان په دوه دوه سلیزو چې ترڅنګ یې بهیر، شبیرنوري، رحمان ګل، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، او ضیا الحق په سلیزو جوړولو بریالي شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام