ننګرهار او کونړ کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي

که څه هم د اسلام مبارک دین په عامو ورځو، په څانګړې توګه په روژه کې له یو بل سره د خواخوږۍ او لاسنیوي حکم کړی، خو لا هم د روژې میاشتې ته د ګټې، وټې د سیزن په سترګه کتل کېږي.

د ختیځو ولایتونو د ښارونو جلال‌اباد او اسداباد اوسېدونکي په دغو دوو ښارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکیو د بیو له لوړوالي سر ټکوي او وايي، هر کال د روژې میاشتې له راتلو سره هټۍ‌وال او سوداګر په خپل سر د توکیو بیې لوړوي.

دوی وايي، د ښاروالي له لوري نرخ‌نامې هم جوړې شوي، خو د نه تعقیب له امله ورته هټۍ‌وال ارزښت نه ورکوي. د یادو ښارونو اوسېدونکي وايي، د خوراکي توکیو پلورونکي په روژې میاشت کې له خلکو پوستکي باسي او په کومه بیه یې چې زړه وي، پر خلکو خپل توکي پلوري.

دوی په اړوندو ادارو هم نیوکه کوي چې په بازار کې نرخونه نه کنټرولوي.
نن سهار په جلال‌اباد ښار کې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۷۰ افغانۍ، د یو کیلو غوښې بیه ۳۳۰ افغانۍ، د یو چارک رومیانو بیه ۸۷ افغانۍ، یو چارک بامیه په ۱۳۵ افغانۍ، یو چارک فاصلیه ۸۷ افغانۍ، یوه پنځوس کیلويي بورۍ اوړه په څه باندې ۱۳سوه افغانۍ و چې دا بیې له روژې وړاندې په ترتیب سره ، ۶۰، ۲۷۰،  ۶۵، ۸۶، ۴۳ او ۱۲۰۰ افغانۍ وې.

په همدې حال کې په کونړ کې د خوراکي توکیو یو سوداګر حاجي سیدعظیم وايي، تېره اوونۍ د سولې مشورتي لویې جرګې له امله ګمرکونه تړل شوي وو چې له امله یې د ځینو توکیو بیې لوړې تللي، خو تمه کېږي چې په دوه، درې ورځو کې به بېرته را ټيټې شي.

بله‌خوا د جلال‌اباد ښاروالي له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ننګرهار لپاره یې د خوراکي او غیرخوراکي توکیو بیې ټاکلي او هېڅ سوداګر او هټۍ‌وال ترې سرغړونه نه‌شي کولای، خو که یې وکړي، نغدي جریمه کېږي.

په خبرپاڼه کې له عامو خلکو غوښتل شوي، که کوم ځای کې له ټاکلې نرخنامې نه سرغړوونکي وویني، ښاروالۍ ته دې خبر ورکړي او دغه راز دې خپله ټوله راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.

همداشان د کونړ ښاروال عبیدالله هم سلام‌وطندار ته د روژې په مناسبت د ځانګړې نرخنامې د چمتو کولو خبره کوي او وايي، که چا ترې سرغړونه وکړه، قانوني چلن به ورسره وکړي.

ښاروالي وايي، په اسداباد ښار کې د بیو د څارنې لپاره ګرځنده ډلې هم جوړې شوې دي.

هر کال په ټول هېواد کې د روژې میاشتې په را رسېدو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکیو بیې لوړېږي چې ورسره د خلکو شکایتونه هم رسنیز کېږي، خو مسوولان څرنګه چې په‌کار ده، دې موضوع ته پام نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام