ننګرهارۍ مېرمنې په سوله کې ونډه غواړي

په ننګرهار کې یوشمېر ښځینه‌وو د افغان ښځو شبکې له لوري په يوه خبري ناسته کې د سولې په روان بهير کې د ښځو د سمبوليک ګډون په اړه شکايت وکړ.

دوی پر مسوولو ادارو نيوکه کوي چې مېرمنو ته د سولې په بهير کي کمه ونډه او سمبولیکه ونډه ورکړل شوې ده.

ثنا او اديبا وايي، څرنګه چې مېرمنې د کورنۍ مهم غړي بلل کېږي؛ نو کولای شي د سولې په اړوندو غونډو کې هم مهم رول ولوبوي.

دوی له سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د سولې په روان بهیر کې باید نه یوازې دوی ته پوره ونډه ورکړل شي، بلکې تېرې لاسته‌راوړنې یې هم وساتل شي.

د دغو مېرمنو په وینا، په ټولنه کې دوی ته په کمه سترګه کتل کېږي او په وینا یې، ښځې د سولې په ګډون د هېواد په ټولو پروسو کې مهم رول لوبولی شي او په‌کار ده چې نور یې سمبولیکه ونډه په رښتینې هغې بدله شي.

په ختیځ کې د افغان ښځو شبکې سیمه‌ییز مسوول خان‌اقا عرمل وايي، ځوانان او مېرمنې کولای شي د سولې په روان بهیر کې مثبت بدلون راولي.

د نوموړي په وینا، حکومت باید د سولې په روان بهیر کې د ښځو رول او لاسته‌راوړنو ته پام وکړي او اړتیا ده چې ښځینه او نارینه دواړه په ټولنه کې د سولې لپاره د عامه ذهنیت جوړولو په برخه کې ګډ کار وکړي.

دا چې هر انسان او هر افغان د سولې تږی دی او غواړي دغې هیلې ته ورسېږي؛ نو ټول وګړي که هغه نارینه یا ښځینه دي، باید د سولې راتلو لپاره خپل غږ اوچت کړي.

د ننګرهار اوسېدونکې پر ښوونکیو، استادانو، رسنیو، مدني ټولنو او حکومت هم غږ کوي چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راتلو لپاره د زړه له تله کار وکړي او افغانان له روان وضعیت نه وژغوري.

مرام راډیو ـ ننګرهار

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام