ننګرهارپوهنتون کې له داعش سره د تړاو په تور ۴تنه ونیول شول

د ننګرهار چارواکي وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار پوهنتون کې ۴ تنه داعش ته د تبلیغاتو په تور نیولي دي.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، نیول شوي کسان تېره شپه له نامعلوم ځای نه د ننګرهار پوهنتون ته ورغلي؛ خو د ملي امنیت ځواکونو له نورو مشکوکو کسانو سره یو ځای نیولي دي.

هغه وايي، له یادو ۴ کسانو سره یو ځای نیول شوي کسان له څېړنو وروسته بېرته خوشې شوي‌دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې هم دي چې تېره شپه د ننګرهار پوهنتون کې د لسو په شاوخوا کې داعش‌پلوه محصلان نیول شوي؛ خو د ننګرهار چارواکي دا خبره ردوي.

ننګرهار پوهنتون کې د داعش سره د تړاو په تور د کسانو د نیول کېدو خبره نوې نه‌ده؛ شاوخوا درې کاله وړاندې په همدې پوهنتون کې د داعش او طالبانو په ملاتړ لاریونونه هم شوي وو چې هغه مهال هم ورنه ځېنې محصلان نیول شوي‌وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام