نجیب‌الله ځدراڼ: د کاناډا کرېکټ لیګ ته د غوره کېدو زیری افتاب راکړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بېټسمین نجیب الله ځدراڼ د کاناډا ګلوبل ۲۰ اوریزه کرېکټ سیالیو ته له غوره کېدو وروسته لومړۍ خبرې له سلام‌وطندار سره وکړې.

نجیب‌الله ځدراڼ وايي: «ان د «ډرافټ» معلومات هم راته نه وو خو کله چی د بنګله دېش خلاف د بېګا شپې بریا وروسته هوټل ته راستون شوم نو افتاب عالم زیری راکړ چې د کاناډا شل اوریزه لوبو ته اخیستل شوی یم».

ځدراڼ وویل: « افتاب ته مې ور غبرګه کړه چې ګپ لګوې ځواب یې راکړ جدي یم او خبر یې راته وښوده».

نجیب ځدراڼ وايي، ډېر خوشاله دی چې د یوازېني افغان لوبغاړي په توګه د نړۍ د مشهورو لوبغاړو له ډلې دغو سیالیو ته غوره شوی دی او په مونټریال پړانګانو لوبډله کې به ولوبیږي.

نوموړي وویل، تېرکال د بنګله دېش په لیګ کې ښه ولوبېد خو د نړۍ نورو مشهورو کرېکټ لیګونو ته د لار پیداکولو له‌پاره د کاناډا لیګ ورته ډير مهم دی او په ځانګړو تیاریو سره به په کې ګډون کوي.

د ټام موډي په روزنه کې د نجیب‌الله ځدراڼ ترڅنګ په مونټریال پړانګان لوبډله کې ملینګا، سونیل ناراین، تیسارا پریرا ، دنیش رامدین، محمد حفیظ، سکندر رضا او نیپالی سندریپ لمیچاني په څېر مشهور لوبغاړي شتون لري.

د کاناډا په ګلوبل شل اوریزه کرېکټ لیګ سیالیو کې به ۶ لوبډلې ګډون وکړي چې ۵ لوبډلې یې بشپړې شوې دي او د ویسټ انډيز کرېکټ بورډ ځانګړې لوبډله به راتلونکې کې بشپړه او اعلان شي.

د هندوستان په کوربتوب د سترو سوداګریزو (اي پي ایل) سیالیو له کامیابېدو

وروسته د نړۍ زیاترو هېوادونو د شل اوریزه لوبو لیګونه ته مخه کړې چې موخه یې کرېکټ ته د ودی ورکولو ترڅنګ پیسې پیدا کول دي.

افغان کرېکټ بورډ هم سږکال د لومړي پړاو افغانستان پریمیرلیګ شل اوریزه کرېکټ سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړی چې د روان کال اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه به په عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کاناډا په ګلوبل شل اوریزه کرېکټ سیالیو کې به د محمد اکرم په روزنه کې ایډمنټون رویلز لوبډلې په ګټه د شاهد افریدي، کریس لین، سهیل تنویر، محمد عرفان، وین پارنیل او لوک رونکي په څېر لوبغاړي شتون ولري.

دغه راز د پیل سیمینز په روزنه کې به په ټورنټو نیشنلز لوبډله کې د ډیرن سمي، سټیف سمت، کیرون پولارډ، کامران اکمل، کیسریک ویلیمز، رومان ریس، جیسن چارلیس او نزاکت خان په څېر لوبغاړي موجود وي.

د ډونون میلر په روزنه کې بیا په وانکوور نایټس لوبډله کې به د کریس ګیل، انډري رسل، ایون لیویس، ټیم سوتي، فواد احمد، بابرحیات او چندریک والټن په څېر او د وقار یونس په روزنه کې په وینیپیګ هاکز لوبډله کې به د ډیون براوو، ډیویډ میلر، ډیویډ وارنر، لینډل سیمیز، ریاض ایمریت، فیډل ایډورډ، ډیرن براوو، جنید صدیقي او رضوان چیمه په څېر د کرېکټ نړۍ مشهور لوبغاړي ولوبیږي.

د کاناډا د نړیوال شل اوریزه لیګ په دغه سیالیو کې بیا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو انګلستان ، ایرلینډ او هندوستان کرېکټ ملي لوبډلو هېڅ کوم لوبغاړی شتون نه لري.

د کانادا په Global T20 کرېکټ سیالیو کې به ګډون کوونکې ۶ لوبډلې د روانې جون میاشتې له ۲۸مې نېټې د جولای میاشتې تر ۱۵مې نېټې ګډون کوونکې لوبډلې یو بل سره د ټورنټو په یوازيني میپل لیف کرېکټ لوبغالي کې سیالۍ وکړي او له ګډون کوونکیو ۶ لوبډلو څخه به ۲ مخکښې لوبډلې فاینل لوبه ترسره کړي.

په یاد سیالیو کې د ځای خپلولو له‌پاره د کاناډا د کورنیو ۶۰۰ لوبغاړو په شمول د نړۍ ۱۶۰۰ مسلکي کرېکټ لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې وه چې ترې د افغان نجیب الله ځدراڼ په شمول په ۵ لوبډلو کې ۹ لوبغاړي غوره شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام