د کرکټ نړۍ د دویم شمیره ال راونډر لوبغاړي نبي عیسی خیل د هر اړخیزې لوبې او راشد ارمان په بهترینه بالینګ په مټ افغانستان یو ځل بیا کوربه زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کریک انفو د معلوماتو له مخې، دویمه ۵۰ اوریزه نړیواله سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې نن د ۵۴ منډو په مټ زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دویمه سیالۍ کی افغان کرکټ ملي لوبډلې د شهزاد محمدي د ۶۴، رحمت شاه زرمتي ۵۳، نجیب الله ځدران ۴۵ او نبي عیسیخېلل ۳۳ منډو په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۸ منډې جوړې کړې.
کوربه لوبډلې زمبابوې د ښکلي پیل سره سره تر ۱۳۹ منډو یواځي ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو ټوله لوبډله په ۴۳ م اور کې په ۱۸۴ منډو وسوځیده.
د افغانستان لهپاره نبي عیسیخیل او راشد ارمان درې ـ درې خو حمزه هوتک او ګلبدین نایب بیا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
پهدې بریا سره افغانستان د کوربه لوبډلې خلاف د ۵ نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو په لړۍ کې ۲ د ۰ بریا په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ.
د سیالۍ په پای کې راشد ارمان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، چې په وینا یې ګوګلي بال یې مهمه وسله ده چې پرې د سیالو لوبډلو ویکټې ترلاسه کوي.
دغه راز نبي عیسیخیل د لوبې ګټلو وروسته خبرو کیېوویل، هڅه به وکړي راتلونکي درېیمه سیالۍ کې هم، چې د سې شنبی په ورځ ترسره کیږي بریا خپله کړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.
دغه راز کپتان اصغرستانکزي وویل، شهزاد محمدي د افغانستان مهم لوبغاړی دی، چې په زمه وارۍ سره لوبه وکړه او هیلهمند دی د راتلونکی لوبې په ګټلو سره د اتلولۍ جام هم ترلاسه کړي.