فریحه جبارخېل

غیر منظیمه کډوالي وژونکې ده. هغوی چې په نا منظم ډول کډه کوي، کیدای شي خپل ژوند، مال او شتمني له لاسه ورکړي. ښايي د باج اخستونو له خوا یرغمل شي او یا هم په تور لیست کې راشي او بهر ته یې پر سفر کولو بنډیز ولګول شي. 

روح الله احمدي
په ډېرو برخو کې، نا منظمه کډوالي په انساني قاچاق بدلیږي او بیا له دغو کډوالو ناوړه ګټه اخستل کیږي. داسې چې دغه کسان د غلامانو یا کنیزو په توګه ساتل کیږي، جنسي تېری پرې کیږي او ان تر دې چې د بدن غړي یې پلورل کیږي. 

سید عبدالباسط انصاري
هغه سرپرست لرونکي ځوانان چې په بې درملنې ناروغۍ اخته نه وي، د کډوالۍ سندونه یې د کوربه هیوادونو له خوا په درېیو محکمو کې څیړل کیږي او که چېرې دغه کسان د اسنادو څېړلو پرمهال خپل هېواد ته راګرځي، دوی ته ۷ زره یورو ورکرل کیږي ترڅو هېواد ته له راستنېدو وروسته په دغو پیسو د ځان لپاره کوچنی کار پیل کړي او که دوی په خپله خوښه هیواد ته راستانه نه شی، دوی به د کوربه هیوادونو لخوا وشړل شي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام