انسان د یوه منفعت غوښتونکي موجود په توګه، تل داسې یو ځای لټوي چې په کې د هغه مادي او معنوي اړتیاوې پوره شي او دا د تاریخ په اوږدو کې په خپل قوت پاتې دی. په ټوله کې کډوالۍ په تېر او اوسمهال کې يوه نوې تجربه او د انسانونو د ژوند ستونزو نه د وتلو لاره ده.
افغانستان د نړۍ دویم هغه هېواد دی چې د نفوس ډېره برخه یې ځوانان دي، خو د بېکارۍ کچه په کې له ۲۴ نه تر ۴۰ سلنې ده او نړۍ ته تر ټولو ډېر کډوال استوي.



