د فراه ولایت د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي، چې یوې ډلې ناپېژندو وسلهوالو د سترو موټرو ۳ چلوونکي له ځانه سره وړي او موتر ته یې ځاي پرځای اور ورته کړی دی.
د والي ویاند وايي، پېښه تېره ورځ د فراه او ایران ترمنځ سرحدي سیمه کې رامنځته شوې ده.
مهري وویل، تراوسه د تښتونکو هویت معلوم نه دی.
ویاند زیاتوي، چې په دې برخه کې د اړوندو امنیتي ادارو پلټنې پيل شوي دي.
تراوسه د پېښې مسوولیت هېڅ کومې وسلهوالو ډلې نه دی اخیستی.