نامنظمه کډوالي؛ هغه ځوان چې دوه شپې او ورځې په څاه کې و

حبیب، د غور د هغه ځوان مستعار نوم دی چې ۳ کاله وړاندې یې د بې‌وزلۍ له کبله د نامنظمې کډوالۍ ګواشوونکې لار غوره او د قاچاقیانو لاس ته یې د ځان له سپارلو وروسته ایران ته وخوځېده.

حبیب وايي، ایران ته له تلو وړاندې د کډ‌والۍ د نورو قربانیانو په څېر د نامنظمې کډوالۍ د ستونزو او په پردي هېواد کې د د ژوند کولو لوړو او ژورو په اړه نه پوهېد‌ه.

د هغه په وینا، د نامنظمې کډوالۍ د نورو قربانیانو په څېر ده ته هم ویل شوي و چې پر لارې به له هېڅ  ډول ګواښ سره مخ نه شي.

خو د دغو څرګندونو خلاف، دی او ملګري یې د غور ـ تهران پر لارې څو ځله د انساني قاچاقیانو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

حبیب فکر نه کاوه چې قاچاقیان دې په یوه داسې موټر کې چې ۱۰ کسان په‌کې ځایېږي، تر ۳۰ پورې کسان ننباسي.

د غور دغه ځوان همدارنګه وايي، په لوږه یې په دښتو کې څو ساعته پلی تګ کړی چې ان پښې يې هم تڼاکې شوې وې.

پر دې سره بېرته راستانه شوي کډوال وايي، د نامنظمې کډوالۍ ستونزې د موخې هېواد ته د رسېدو په لارې نه خلاصه کېږي، بلکې په هغو هېوادونو کې کار کول او اوسېدل د کډوالو لپاره د نویو ستونزو پیلامه ده.

حبیب وايي، سره له دې چې ډېری کډوال درانه کارونه کوي، خو د ورځې په پای کې د کار خاوند بیا هم هغوی ته د پيسو ورکولو پر ځای، سپکاوی او کنځلې کولې.

نوموړی وايي، کله چې د خپل مزد ترلاسه کولو لپاره یې ټینګار وکړ، د کار خاوند ځکه ایراني پولیسو ته وسپاره چې افغان و.

هغه دوه شپې او ورځې بندي و او په دغې موده کې د نورو ځورونو ترڅنګ، په وار وار په برښنايي ډنډو هم وهل شوی دی.

په همدې حال کې د غور ځايي مسوولان او یو شمېر مدني فعالان وايي، ځینې افغان ځوانان چې د ښه ژوند جوړولو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، ان پر دغو سختو لارو خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالرووف غفوري وايي، دوی د IOM یا د کډوالۍ نړیوال سازمان په همغږۍ د روان کال له پیله تر اوسه ۱۱ سوه او ۲۵ کسان چې د ایران له‌خوا را ګرځول شوي، په دغه دفتر کې ثبت کړي چې په وینا یې، ۲۵۰ یې ماشومان دي.

د هغه په وینا، د تېر کال په پرتله سږ کال ایران هېواد ته د کډوالو شمېر زیات شوی دی.

د غور مدني فعالان د انسان قاچاق یو هدفي کار بولي او وايي، قاچاقیان ان په دیني مدرسو او ښوونځیو کې هم نفوذ کړی، څو هلته ماشومان او تنکي ځوانان نورو هېوادونو ته وهڅوي.

د غور د مدني ټولنو د شبکې مسوول محمدوزیر نوراني وايي، سره له دې چې تل یې د انساني قاچاق په اړه د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی، خو حکومتي مسوولانو په دې برخه کې هېڅ ډول ګام نه دی پورته کړی.

په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولان هم تاییدوي چې افغان کډوالو تل د پوله ساتو سرتېرو او قاچاقیانو له لوري سپکاوی کېږي، وهل‌ کېږي او ناوړه ګټه ترې اخیستل کېږي.

په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست سجاد ساحل وايي، د پوله ساتو سرتېرو او قاچاقیانو له‌خوا له افغان کډوالو سره هر ډول ناوړه چلند، له ټولو ملي او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی.

په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسوولان او مدني فعالان له دولتي چارواکیو غواړي چې د افغان ځوانانو لپاره د کار او زده‌کړو اسانتیاوې برابرې او د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو سره ځوانان د نامنظمې کډوالۍ ناوړه پایلو او ګواښونو نه خبر کړي، څو پر قاچاقیانو باور ونه کړي.

اړوند مطالب:

کډوالو او راستنېدونکيو لپاره ۱۰ کلنه طرحه جوړېږي

له نيويارکه تر خوسته؛ هغه ملګري چې ډک لاس بېرته راغلل

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام