له نيويارکه تر خوسته؛ هغه ملګري چې ډک لاس بېرته راغلل

الف نور او یو بل ملګری یې چې نور محمد نومیږي لس کاله وړاندې په قانوني ډول امریکا ته د کار او زده‌کړو په موخه کډه شول او کله چې بېرته خوست ولایت ته راغلل نو خیریه ټولنه یې جوړه کړه.

 دوی له بډایه خلکو کارول شوي توکي راټولوي او بیا یې په بې‌وزلانو کسانو وېشي. دوی تر دا مهاله له زرو زیاتو بې‌وزلو کورنیو سره بېلابېلې مرستې کړې دي.

 الف نور او نور محمد چې تازه له امريکا راغلي وايي، دوی د امریکا نیویارک ته په منظمه توګه کډوال شوي وو او له بېرته راستنېدو سره یې دا مهال د بې‌وزلو کسانو د لاسنیوي په موخه خیریه ټولنه جوړه کړې ده.

هغه کورنۍ چې د الف نور او نورمحمد له مرستنډويه بنسټ نه يې مرسته ترلاسه کړې خوښ دي او له نورو خلکو هم غواړي چې داسې مرستې وکړي.

افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند محمد حدیث پردېس سلام‌وطندار ته وویل چې دوی له بېرته راستنېدونکيو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

نوموړی زياتوي،  دا دې لپاره چې کډوال وهڅېږي تر څو خپل هېواد ته راستانه او هېواد او هېوادوالو ته کار وکړي او همداراز په ګډوالۍ کې تر لاسه کړې مثبتې تجربې له هېوادوالو سره شریکې کړي.

افغانستان کې د کډوالۍ مالوماتي مرکز مسوولان وايي، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي چې د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.

د دوی په وینا، هغو کسانو ته چې دغې ادارې ته مراجعه کوي، د قانوني او ممکنه کډوالۍ لارې توصیه او شرایط یې ورته بیانوي، ترڅو د موخې هېوادونو کې ستونزو سره مخ نه‌شي.

افغانستان کې د کډوالو د مالوماتي مرکز سلاکاره فریحه جبارخېله وايي، دوی هڅه کوي چې د قانوني کډوالۍ او د ناقانونه کډوالۍ ناوړه پایلو په اړه افغانانو ته پوهاوی ورکړي، ترڅو د ناقانوني کډوالۍ کچه راکمه او قانوني کډوالي یې ځای ونیسي.

خوست کې د کډوالو چارو ريیس محمد هاشم حلیم وايي،  دوی سره تر اوسه داسې شمېر نشته چې څومره کډوال منظم او څومره په نامنظمې کډوالۍ تللي دي، خو وايي، هڅه کوي چې تر دې وروسته په دې برخه کار کړي.

د کډوالۍ اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې تر اوسه له افغانستانه بې شمېره نامنظم کډوال تللي او بېرته په بد حالت کې راستانه شوي دي، خو په منظمو کډوالو کې زیات کسان چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، ټولنې ته يې خیر رسېدلی دی.

عام ولس له حکومته غواړي چې منظمې کډوالۍ ته موکې برابره او هم خلکو ته د منظمې او نامنظمې کډوالۍ په اړه بشپړ پوهاوی ورکړي.

د دوی به اند په منظم ډول کډوالي به د نامنظمې کډوالۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام