میرې د خپلې بنې ۳ کلن زوی په سخت ظلم وژلی

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یوې میرې د خپلې بنې زوی وژلی او بیا یې په بڼ کې د ونې لاندې خښ کړی دی.

د قیصار ولسوال رحمت‌الله قیصاري وايي، دغه ماشوم درې کلن و او میرې یې په زښت ظلم سره وژلی دی.

قیصاري وايي، دغه مېرمن شکیلا نومیږي او کله یې چې ماشوم خښولو د کلي خلکو له لوري لیدل شوې وه. اوسمهال دغه مېرمن د امنیتي ځواکونو سره ده.

د فاریاب ځايي چارواکي د پېښې علت رخه او کورني مسایل بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام