په میدان وردګو ولایت کې د فوټبال ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې په کې ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو ۱۰ لوبډلې برخه لري.
ددې ولایت له خوا سلام وطندار راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ددې سیالیو موخه د زونونو سیالیو له پاره د میدان وردګو غوره لوبډله ټاکل دي.
د یاد ولایت د ورزش امر عین الدین حقبین ویلي دي چې په دې سیالیو کې د عدالت، زیولات،استقلال میدان ښار، مقاومت جلریز، راشکو بابا ، پامیر، جوانان مهین، اتحاد راشکو ، محمد یار بابا او امید لوبډلې برخه لري.
د نوموړي په وینا چې دغه سیالۍ نن سه شنبه( اپرېل ۲۱مه) په میدان ښار لوبغالي کې پیل او هره ورځ به دیوې لوبې په ترسره کېدو سره شا اوخوا اته اونۍ روانې وي.
د ښاغلي حقبین په وینا ، هره لوبډله چې د دغه سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړي، د زونونو ترمنځ د فوټبال په جوړېدونکو سیالیو کې به د میدان وردګو ولایت استازیتوب وکړي .
خپره شوی خبرپاڼه زیاتوي چې د میدان وردګو په استازیتوب دوه لوبغاړو رحمت الله او صفي الله په خپل وزن کې د کابل په کوربتوب پهلوانۍ سیالیو کې د لومړي مقام په ګټلو سره د زرو زرو مډالونه او دوه نورو عبدالقدیر او بلال بیا دریم مقامونه او د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
خبرپاڼه لیکي چې په دغه سیالیو کې چې د کابل سربیره د لوګر، بامیان، میدان وردګ، پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو د پهلوانۍ لوبغاړو ګډون کړی وو.