د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي وايي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه تر سختې جګړې وروسته د دې ولایت دایمیرداد ولسوالي نیولې ده.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړي شریفالله هوتک سلاموطندار سره خبرو کې وویل، سلګونو وسلهوالو طالبانو تېره شپه پر دایمیرداد ولسوالۍ ډلهییز برید وکړ چې د یادې ولسوالۍ امنیې قوماندان په ګډون یې، ۴۱ پولیس ووژل او ولسوالي یې هم ونیوله.
د نوموړي په وینا، پهدې جګړې کې ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې او په سیمه کې مخابراتي شبکو هم کار پرې ايښی دی.
په همدې حال کې د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل بیا ډاډ ورکوي چې ولسوالۍ ته تازهدمي ځواکونه رسېدلي او تراوسه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.
نوموړی وايي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده چې له کبله یې تراوسه ۶۰ طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دی.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، یاده ولسوالي یې نیولې ده. د ده په وینا شاوخوا ۷۰ افغان سرتېري یې وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو وړمه شپه شاوخوا ۱۱ بجې د میدان وردګ ولایت پر دایمیرداد ولسوالۍ ډلهییز برید وکړ او په لومړۍ ورځ یې د دې ولسوالۍ امنیې قوماندان سمونیار سیدیونس په ګډون ۱۰ افغان سرتېري ووژل او یوشمېر نور یې ټپیان کړل.