د موټر ځغاستې نړیوالې اتلولۍ له پاره وروستۍ لوبې د عربي اماراتو په ابوظبي کې وشوې، چی نیکو روزبرګ په کې لومړی مقام وګټلو او اتلولي یې خپله.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، انګلستاني لوبغاړي لویس همیلټن د اتلولۍ سره ـ سره د مرسیډیز بینز موټرو شرکت لوبغاړي الماني نیکو روزبرګ بیا په ۲۰۱۶ کال کې ۵ نور امتیازونه ترلاسه کړل او له همدی کبله د سږ کال موټر ځغاستو (فارمولا ون) سیالیو اتل او غوره موټر چلوونکی اعلان شو.
د ابوظبي په کوربتوب د (ګرانډ پریکس) موټر ځغاستو سیالیو کې د یاد ورزش مخکښ موټر چلوونکیو د بېلابېلو شرکتونو له پاره سیالۍ کړئ.
د کال غوره موټر چلوونکي لقب له تېرو ۲ کلونو راپه دېخوا لویس همیلټن سره و، چې د الماني مرسیډیز بینز موټرو شرکت له پاره په نړیوالو سیالیو کې لوبېږي؛ خو د لومړي ځل له پاره نیکو روزبرګ وګټلو.
د سږ کال غوره موټرچلوونکي لقب اخیستلو او د ابوظبي په موټر ځغاستې سیالیو کې د فراري موټر چلوونکي سبسټین ویټل وړاندې د دویم مقام له ګټلو وروسته روزبرګ بیا هم خپل سیال همیلټن د موټر ځغاستې تاریخ غوره لوبغاړی یاد کړ.
د روزبرګ پر وینا، حیرانوونکی ده، له ماشومتوب نیولی تراوسه یې همیلټن ته په موټرځغاسته کې ماته نه وه ورکړې؛ خو اخر یې هم دا خوب پوره شو.
د نوموړي په خبره، لویس همیلټن په لوړه کچه لوبغاړی دی او داسې ښکاري چې د سږکال په اتلولۍ سره به نور ترې همیلټن اتلولي ونه ګټي.
د راپورونو له مخی، د مرسیډیز شرکت موټر چلوونکي همیلټن د خپل شرکت له هغې پرېکړې هم سرغړونه وکړه، چی روزبرګ ته د نورو شرکتونو پر وړاندې د مخکی تګ چانس ورکړي او همیلټن په دې تورن شو، چې هڅه یې وکړه، د خپل شرکت موټرچلوونکی روزبرګ ان په درېیم مقام کې پاتې شي؛ خو داسې ونه شول.