د سوريې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په د دغه هېواد په حلب ښار کې د جګړو له امله ۲ میلیونه انسانان د څښاک اوبو څخه بې برخې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سازمان چارواکي وايي، چې د حلب ښار اوسيدونکي اوبو ته شدیده اړتیا لري او دواړه لوري باید د یو څو ورځو له پاره ډزبند اعلان کړي.
یاد سازمان د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د حلب ښار اوسيدونکي د سخت حالت سره مخ دي او تر څو چې د اوبو رسولو او برق سیستمونه په دغه ښار کې جوړ نه شي، نو دغه وضعیت به خطرناک عواقب ولري.
ملګري ملتونه ویلي، چې د حلب اوسیدونکو سره د مرستې کولو له پاره چمتو دي.
په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي، چې "د جګړې دواړو خواوو څخه د روغتونونو په نښه کول د ملګرو ملتونو سازمان په کلکو ټکو غندي".
د سوريې په تر ټولو لوی ښار حلب کې جګړه شاوخوا ۵ کاله وړاندې پېل شوه په همدغو ۵ کلونو کې د حکومت مخالفین همدلته میشت و.
د راپورونو له مخې ۲ لکه او ۷۵ زره د دولت مخالف ځواکونه په دغه ښار کې میشت دي، چې اوسمهال د حلب ښار د اسد رژیم د پلویانو له خوا کلابند شوی دی.