ملګري ملتونه: له نیپال سره دې په بیارغونه کې لاسنیوی وشي

راپورونه وايي، چې د تېرو څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د زلزلو له امله د وژل شويو شمېر ۵۰۰۰ تنو ته ورسېد او اوس هم خلک غواړي، چې د زلزلې له ويرې ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.

په دغو وژل شويو کې شاوخوا ۴۳۰۰ تنه يواځې د نيپال په مرکز کهټمنډو کې د خاورو لاندې شوي دي.

همدارنګه د يادې پېښې په اړه تازه راپورونه وايي، چې ټولټال په نيپال کې ۷۰۰۰ تنه ټپيان شوي دي.

له بل لوري بیا ملګري ملتونه اټکل کوي، د ریښتر په کچه د ۷،۹ درجې زلزلې له کبله د دغه هېواد په ۳۹ ولایتونو کې نژدې ۸ میلیون وګړي زیانمن شوي.

نيپالي چارواکي د قربانیانو په یاد په خپل هېواد درې ورځې ملي ویر هم اعلان کړ.

د  ياد هېواد صدر اعظم سوشیل کویرالا ویلي، حکومت د همکاریو له پاره تر خپلې وسې هڅه کړې ده، خو په وينا يې د دغه ناورین له امله د زيانمنو کره شمېره نه شي ويلی.

نوموړي زياته کړې، د ژغورنې ډلې او مرستندویان د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د دوی مرستې ته دانګلي، خو په وينا يې د نيپال غرنیو سیمو ته په کتلو سره، د ژغورنې او همکارۍ ډلې له ستونزو سره مخامخ شوي دي، چې ان په ځينو سيمو کې خواړه هم نه شي ور رسولی.

د ويلو ده، چې دغې خونړۍ زلزلې د نيپال تاريخي منارونو، ودانیو او نورو، میشت ځایونو ته هم  سخت زيانونه اړولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام