د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د برید لیکې تکړه لوبغاړی مصطفی حدید به د وروستیو سختو ټپونو له کبله نږدې یوکال نړیوالۍ او کورنۍ فوټبال سیالۍ ونه کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، چې د فوټبال ملي لوبډلې دغه پیاوړی لوبغاړی د جرمني هېواد په کورنیو فوټبال سیالیو کې د هامبورګ ښار التونا ۹۳ لوبډلې په لوبه کې سخت ټپي شوی دی.
د فوټبال فدراسیون لخوا د خپرې شوې وېډیو له مخې مصطفی حدید د خپلې لوبډلې په ګټه د سیالې لوبډلې له لوبغاړي د توپ نیولو په هڅه کې خپل زنګون ټپي کړی دی.
افغان فوټبال فدراسیون د ۲۷ کلن مصطفی حدید د روغتیا په اړه ویلي، چې هیله من دي، حدید به ژر روغ شي او له افغانانو یې د ده، د روغتیا په اړه د دوعا غوښتنه کړې.
مصطفی حدید اوسمهال په المان کې ژوند کوي او له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره لوبیږي.
حدید تراوسه په ۲۰ نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په ګټه د بنګله دېش او سریلانکا خلاف ۲ ګولونه وهلي دي.
مصطفی حدید د وروستي ځل له پاره د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ایران په کوربتوب د سنګاپور خلاف د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام په ټاکنیزپړاو لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې غړې و؛ خو د پښې د ټپ له کبله یې دغه سیالۍ ترسره نه کړی شوه او افغانستان ۲ د ۱ ګول په وړاندې بریا خپله کړه.
مصطفی حدید له ۲۰۰۹ میلادي کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې را په دې خوا د جرمني فوټبال په ۵ مه لیکه فوټبال سیالیو کې لوبيږي او د روانې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې یې له یادې لوبډلې سره تړون هم پاې ته رسیږي.