مشهور طالب قوماندان مولوي جلال‌الدین حقاني ومړ

د طالبانو ډلې یوې خبرپاڼې الاماره نن د خپل یو مشر مولوي جلال‌الدین حقاني د مړینې خبر ورکړی‌دی.

خبرپاڼه لیکي، مولوي جلال‌الدین حقاني د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی‌.

مولوي حقاني – چې په خټه ځدراڼ او د پکتیا ولایت اوسېدونکی و ـ د روسانو د راتګ پر ضد جګړه کې د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب نوموتی قوماندان و.

د ډاکتر نجیب‌الله د واکمني له ړنګېدو وروسته یې د مجاهدینو په حکومت کې د عدلیې وزیر په توګه دنده مخته وړله.

هغه مهال یې هڅه وکړه چې د اسلامي حزب او جمعت ترمنځ روغه جوړه وکړي؛ خو بریالی نه‌شو.

د طالبانو له راپورته کېدو سره سم مولوي جلال‌الدین حقاني له هغوی سره یوځای او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو  وزارت وزیر شو.

د طالبانو ادارې له ماتې وروسته جلال‌الدین حقاني، د حقاني شبکه جوړه کړه.

پر حقاني شبکې په کابل او ځېنو نورو ولایتونو کې د خونړیو ځانمرګو بریدونو تورونه لګېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام