مدني فعالان: حکومت باید د هلمند، لغمان، کندوز او د پکتیا امنیت ته جدي پام وکړي

یوشمېر مدني فعالانو نن (پنج شنبه) په کابل کې د " لغمان وژغورئ " ترسرلیک لاندې غونډه رابللې وه او له حکومت یې وغوښتل، چې د کابل په دروازه لغمان ولایت کې د امنیت ټینګوالو ته جدي پام وکړي.

دغو مدني فعالانو وویل، په دې وروستیو کې د لغمان ولایت سربېره هلمند، پکتیا او په کندوز ولایتونو کې وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي او حکومت باید د ناامنیو دایمي مهارولو له پاره اساسي کار وکړي.

جوړې شوې غونډې ته مدني فعال عطاالله حیران وویل، ولسمشر او اجرایوي رییس دې نور د خلکو زغم نه ازمایښت کوي او له دې مشرانو یې جدي وغوښتل، چې خپلمنځي اختلافات دې پرېږدي.

حیران وايي، په هېواد کې د روانو ناامنیو په اړه که چپ پاتې شوه افغانستان به په وزیرستان بدل شي.

مدني فعالانو د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم څخه وغوښتل، چې د وسله والو په ځپلو کې دې سیاسي موخه نه لټوي او باید د هېواد سویلي ولایتونو ته د وسله والو د ځپلو په موخه  ورشي.

مدني فعلان وايي، بغلان د شمال دروازه ده او که لوړپوړي چارواکي د دې ولایت ته پام ونه کړي، ټول شمالي ولایتونه به ناامنه شي.

په دې غونډې کې د بغلان د ځوانانو ټولنې غړی سید کمال وردګ وویل، دغه  ولایت مزار، تخار او د پنجشیر له ولایتونو سره شریکه پوله لري، ناامني یې په د غو ولایتونو کې مخامخ اغیزه لري.

په ورته وخت کې په کابل کې د هلمند ولایت مدني فعالانو وویل، په دې ولایت کې له کلونو روانې جګړې هلمندیان په هره برخه کې سخت زیانمن کړي او حکومت باید د دې په دایمې حل لارې کار وکړي.

دوی وايي، په دې وروستیو کې جګړې ۳۰ زره هلمندیان بې ځایه کړي او حکومت باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

په داسې حال کې دغه مدني فعلان په ولایتونو کې د جګړو د مهارولو غوښتنه کوي، چې له یوې میاشتې راهیسې په څو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام