مدني فعالان وايي، چې حکومت د لویو لارو د امنیت په ټینکښت کې بې غوري کړې او د مسافرو امنیت یې نه دی خوندي کړی.
د مدني بنسټونو یو شمېر غړو نن (پنج شنبه، د جون ۲مه) په کابل کې جوړې شوې خبري غونډه کې د کابل ـ تخار لویې لارې د وړمې ورځې پېښې ته په اشارې سره وویل، چې حکومت د هېوادوالو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.
د افغانستان د مدني انجمن رییس فردین فدايي وویل، چې د ملي یووالي حکومت دې ژر تر ژره له طالبانو سره د پاتې یرغملو هېوادوالو په خلاصون کې عملي اقدام وکړي.
په ورته وخت کې د ټولنیز عدالت غورځنګ بنسټ په بله جلا جوړې شوې غونډې کې په حکومت نیوکه وکړه او امنیتي ځواکونه یې په دې پېښه کې په بې کیفایتۍ او نه مسوولیت ګرم وبلل.
د دې غورځنګ غړي عین الدین بیګ د لویو لارو د امنیت د ټینګښت په اړه وویل، چې حکومت باید په نظام کې دننه او بهر د طالبانو نفوذي عوامل په نښه کړي او د کړو اعمالو سزا دې ورکړي.
د کابل ـ تخار لویې لارې د وژل شویو مسافرو د عدالت غوښتنې اعتراضي لاریون
د کابل ښار اوسېدونکو د اعتراضي لاریون په ترڅ کې د کابل ـ تخار لویې لارې د وژل شویو مسافرو د عاملینو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو په پار لاریون وکړ. لاریون کوونکو له حکومته وغوښتل، چې د طالبانو په مقابل کې له "یو بام او دوه هوا" سیاست نه تېر شي او هغوی دې د ترهګرو ډلو په توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ور وپېژني.
همدا ډول په بامیانو ولایت کې د بلې راټولې شوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د کابل ـ تخار لویې لارې د مسافرو یرغمل نیونه او د دوی وژنې وغندلې.
په دې غونډه کې خلکو پر حکومت نیوکه وکړه، چې د هېوادوالو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.
دغه لاریونونه او غونډې په داسې وخت کې کېږي، چې وسله والو طالبانو د کابل ـ تخار په لویه لار ۱۷۵ مسافر یرغمل کړل، چې ۱۵۰ تنه یې خوشې او ۱۳ تنه یې ووژل.
د مسوولینو په وینا اوس یوازې ۸ تنه یرغمل شوي مسافر د وسله والو طالبانو په منګولو کې پاتې دي.