مدني فعالان: امنیتي بنسټونه سیاسي او چارواکي یې غیرمسلکي دي

د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې غړي وايي، دولت د هېوادوالو خوندیتوب له‌پاره کومه اراده او پروګرام نه‌لري.

دوی نن په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه جوړې شوې غونډې کې وویل، د امنیتي ادارو بې‌کفایتي د ولایتونو د مرکزونو په ګډون، پلازمینې کابل کې د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو لامل شوې ده.

د دوی په باور، امنیتي ادارې سیاسي شوي او چارواکي یې مسلکي پوهه نه‌لري.

د دې ډلې غړی خلیل رووفي هېواد کې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې د هغو امنیتي مسوولانو د ګوښه کېدو او محاکمه کولو غوښتنه کوي چې په یادو پېښو کې یې بې‌پروايي کړې ده.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد وايي، یاد وزارت سیاسي نه‌دی او وزیر یې هم مسلکي دی. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې سنګرونو کې پراته دي او د هېواد او خلکو خوندیتوب له‌پاره قرباني ورکوي.

بلخوا پر «موعود» ښوونیز مرکز د شوي برید قربانیان نن په ډله‌ييزه توګه په «امید سبز» ښارګوټي کې خاورو ته وسپارل شول. د راپورونو له مخې د یادو مراسمو پرمهال د پولیسو او د قربانیانو کورنیو ترمنځ نښته شوې چې یو کس په‌کې ټپی شوی دی.

په کابل کې تر پروني خونړي برید وروسته چې له کبله یې له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، په ټولنیزو شبکو کې د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکو د استعفاوو په اړه کمپاینونه پیل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام